په بهرنيو هيوادونو کې ميشتو محصلينو ته څو مهمې یادونې

بسم الله الرحمن الرحيم

https://dawat610.com/wp-content/uploads/2015/11/Untitled-2.png

په بهرنيو هيوادونو کې ميشتو محصلينو ته څو مهمې یادونې :

کوم محصلين چې په غير مسلمو هيوادونو کې لکه : هند ، اروپا ، استراليا ، امريکا او نورو هيوادونو کې استوګن وي دوی ته په لاندې څو ټکو په ټينګار سره نصيحت کوم :

۱- دا چې تاسې په داسې محيط کې استوګن ياست چې هلته اکثراً کافران او مشرکين اوسيږي نو په داسې محيط کې اوسيدل خامخا د انسان په عقيده ، اخلاقو او آدابو تأثير کوي چې ددې تأثيراتو د دفع کولو لپاره قوي ايمان او کلکې او سترې او دوامداره مجاهدې ته ضرورت دی ، چې ددې هدف د تحقق لپاره ضروري شرعي علم ، د خپل دين او اسلامي شعائرو سره مينه لرل او د کفارو د عقائدو څخه کرکه کول دي .

۲- تاسې بايد پنځه وخت لمونځ په جماعت ادا کړئ ، ځکه چې دا د رښتنې مسلمان نښه ده او د لمانځه کمال او پوره والی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه (الترمذي  3093)

ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته تللو عادت ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله جل جلا له  فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

يعنې څوک چې په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتنی مسلمان دی ، او د ده د مسلماني د نښو څخه دا ستره نښه ده .

د چا چې لمونځ سم شو د هغه د دنيا او آخرت کارونه سم شول ، او د چا چې لمونځ خراب شو د دنيا او آخرت ژوند یې خراب او برباد دی ځکه لمونځ مؤمن له فحشاء او منکراتو څخه ساتي او د حشر په ورځ به ټول اعمال د لمانځه له مخې حسابيږي .

 الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] (العنکبوت ۴۵).

ژباړهاو لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايلي :« إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ …(رواه الترمذي).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) د هغه د لمانځه حساب وي که چېرې د هغه د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو او نجات يې وموند او که چېرې خراب راووت نو نامراد او تاواني شو .

او جناب زياتوي : «ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا»

ژباړه: ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم د لمانځه له مخې تر سره کيږي .

۳- تاسې بايد هره ورځ د لږ وخت لپاره ديني مطالعه ولرئ ، چې ددې مطالعې لپاره ديني سايټونه ښه او آسانه وسيله ده او که هغه ته لاس رسی نه لرئ د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو د سيرت کتابونه ، د انبياء عليه السلام د قصص کتابونه او نور ديني کتابونه مطالعه کوئ څو ستاسې په زړه کې د ايمان نور تازه او روښانه وي او کفري محيط پر تاسې هيڅ اثر ونه کړي .

او په ځوانه ځوانی کې مو خپلې سترګې د الله تعالی د مينې او ويرې په اوښکو لمدې وي .

۴- بې ضرورته له خپلو اتاقونو او استوګنځيو څخه بازارونو او مېله ځايونو ته مه وځئ ځکه چې په دې کار کې له يوې خوا فتنه ده او له بلې خوا د وخت ضائع کېدل دي .

۵- د کفارو او مشرکين بوت خانو او عبادت ځايونو ته مه ورځئ ځکه چې دا کار د مسلمان لپاره جواز نلري .

۶- بې ضرورته د کفارو او مشرکينو سره ملګرتيا او راشه درشه مه کوئ ، د هغوی سره علاقه ساتل ، او دعوت او مېلمستيا ته زړه مه ښه کوئ ځکه دغه کار مو د هغوی سره د زړه د تعلق او مينې سبب کيږي چې داسې کول سخت حرام دي او دا کارونه اکثراً تنصيري او کفري حرکات دي چې تاسې د خپلې ګمراهۍ طرف ته دعوتوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

۷- د اسلامي دعوت په فکر کې ووسئ ، د الله تعالی دين ته غير مسلم دعوت کړئ چې دا کار د پيغمبرانو عليه السلام کار دي ډير زيات فضيلت لري .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ» (الطبراني :925 )

ژباړه: که الله ستا د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستا د پاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

مګر که ددې توان نلرئ چې نور کسان خپل دين ته دعوت کړئ نو دومره خو وکړئ چې د خپلې عقېدې او ايمان ساتنه وکړئ ، داسې نه چې خدای مکړه د ايمان د زوال سره مخ شئ او خپل ايمان مو د څو ورځو مزو او چړچو په بدل کې وپلورئ .

۸- د خپلې حيا ساتنه وکړئ ، د موسيقی اورېدو ، بې ګټې او حرام فلم او سريالو ليدلو څخه په کلکه ډه ډه وکړئ ځکه دا شيان د دين لپاره زهر دي ايمان او اعمال بربادوي او د يو محصل د پاره داسې کول ستر عيب دی هغه محصل چې د زده کړې او تحصل لپاره يې خپل کور او هيواد پریښی او بل هيواد ته مسافر شوی وي .

د موسيقی اورېدو ، فحشاء ، زنا او شرابو څښلو پايلې ډيرې خطرناکې دي :

»رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف ، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» (الاکاديمية الاسلامية – رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي ) .

ژباړه: زما په امت کې به ، د ډبرو باران ( يا هغه ته ورته وشتونکي عذابونه) مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شرابو څښل کيږي .

۹- خپلو درسونو ته ښه متوجه شئ ، ښه يې زده کړئ ، په زده کړه کې يې کوښښ وکړئ ځکه چې تاسې د همدې هدف لپاره هلته اوسيږئ .

۱۰- د خپلو والدينو او اهل عيال سره وخت په وخت اړيکه نيسئ دا کار له يوې خوا د صله رحمۍ پالل دي او له بلې خوا تاسې د خپلو والدينو نقش قدم او خپل کړېدلی ولس ته متوجه کوي چې بيا مو له بې ځايه ګرځيدو ساتي او ستاسې په احساس مسئوليت کې  زياتوالی راځي .

۱۱- په آخر کې تاسې ټولو ته وايم چې تر شا مو يو کړېدلی ولس ، سپين سري والدين ، او يوازې او تنها اهل عيال پرېښی دی .

لومړی له خپل ستر چښتن (جل جلاله ) بيا خپلو سپين سرو والدينو او يوازې اهل څخه حيا وکړئ ، خپلو ديني او دنيوي مسئوليتونو ته متوجه شئ او د بې لارۍ څخه لرې ووسئ .

او په خاصه توګه په هند کې ميشت محصلين بايد دا په ياد ولري چې ستاسې پلرونو دغه لويې وچې ته د اسلام مبارک دين انتقال کړی دی او هلته يې د کفر بت خانې نړولې دي او په سوونو کاله يې د اسلام او مسلمانانو د مرستې او قيام لپاره حکومت او هلې ځلې کړې دي ، نن که تاسې د هغه ځای د بت پرستو تر تأثير لاندې راځئ ، نو دا به د يو مسلمان افغان لپاره لويه بې ننګې وي .

پر الله تعالی مو سپارلم

د دنيا او آخرت په چارو کې مو کاميابي او سعادت غواړم

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟