ژباړه: مطيع الله هدايت.
استاد مو ويل: پخوا وختونو کې يو پاچا د خپلې پاچاهۍ سره سخت خسته وه، ده به هر وخت ويل: چې د (مړو) خلکو پاچا يم، له مشورو او فکرو وروسته يې خپل وزير ته دنده ورکړه، چې په ملت ظلم شروع کړي، ترڅو يې حال معلوم شي چې دوی ژوندي دي او که مړه، که ژوندي وي زما په خلاف به قيام او پاڅون وکړي، وزير صاحب لاړو د ښار په خلکو يې د څښلو اوبه بندې کړې، خلکو وويل: وزير صاحب موږ څه وکړو، وزير وويل: له هغې لرې چينې څخه اوبه وړی، خلکو وويل: ښه ده، وزير پاچا ته راغی د خپل فعاليت راپور يې ورکړ، پاچا منتظر و، چې ممکن همدا نن يا سهار خلک زما په خلاف قيام وکړي، خو کيسه برعکس روانه وه، دښار خلکو له لرې ځای اوبه خپلو کورونو ته وړې، پاچا وزير را وغوښت او ورته وويل: ښاريانو ته ووايه چې هره ورځ اوبه مه وړی يوازې په هفته کې يې يو ځل وړی، ښاريانو وويل: سمه ده او کوم عکس العمل يې ونه ښود، پاچا بيا وزير را وغوښت ورته وويل: خلکو ته ووايه هر څوک چې له دې ځای اوبه وړي، زموږ کسان به هغه کس ته يو(سوټی) وهي، وزير همداسې وکړ، خلکو ورته وويل: سمه ده موږ تابعدار يو، وزير لاړو پاچاه ته يې خپل راپور ورکړ، پاچاه نور هم خسته او يقيني شو چې د (مړو) خلکو پاچاه دی، ناخبره يوه ورځ دښار خلکو دپاچا خلاف قيام وکړ، پاچا سخت خوشاله شو، او هغه اندښنه يې له منځه لاړه چې فکر يې کاوه چې د(مړو) خلکو پاچاه دی، قيام کوونکو ته په ډيره خوشالۍ او دبدبه کې ورغی ورته ويې ويل: تاسو ولې زما په خلاف قيام کړی، ماته ووايی زه به ستاسو ټولو ستونزو ته رسيدګي وکړم، خلکو وويل: پاچاه صاحب موږ ستا ملت يو، ستا هره خبره منو، ستا په هدايت مو، دهغې لرې سيمه څخه دابو وړل پيل کړل، بيا دهدايت وکړ چې په اونۍ کې يې يو ځل وړی، بيا دهر اوبه وړونکي ته جزا تعين کړه، چې دابو وروسته به يو کلک (سوټی) وهل کيږي، ……. داټول مو قبول کړل، اوس موږ له سختو ستونزو سره مخ شو، نو ځکه مو پاڅون وکړ، پاچا په خوشالی ورته وويل: هغه ستونزې څه دي؟ چې زه يې حل کړم. دوی ورته وويل: تاسو محترم زموږ دوهلو او ډبولو لپاره دچينې سره دوه کسان درولي، موږ ته دوهلو نوبت ناوخته رارسيږي، که تاسو مهرباني وکړی د هغه کسانو تعداد زيات کړی چې دابو اخيستو وروسته موږ يو يو (سوټی) وهي، نو دا به مو ډيره مهرباني وي، پاچا د دې خبرې په اوريدو سخت مايوسه او په قهر شو هغه شک يې په بشپړ يقين بدل شو چې درلود يې او ويل به يې چې زده دژونديو او که د (مړو) خلکو پاچاه يم، نو همغه کيسه په موږ هم شوې زموږ خلک تر پاچاه پورې ټول (مړه) شوي.