تر ټولو مخکې تاسې ته د لوی رب څخه د ښه صحت غوښتونکی يم.
ستاسې پاڼه هر وخت گورم او د ډېرو سوالونو ځوابونه مې تر لاسه کړي دي. خو دا مې لومړنۍ پوښتنه ده چې تاسې ته يې درلېږم.
زما پوښتنه د قسم خوړلو په هکله ده ، البته تاسې د قسم خوړلو په هکله مخکې هم ځوابونه ليکلي، خو هلته ما خپل ځواب پيدا نه شو کړای .
تاسو به ليدلي وي چې ځينې وخت خلک د ښي لاس په ورکولو سره قسم يا سوگند اخلي.
مثلآ وايي (د ښي لاس قول واخله که دا کار داسې وي، )
يا وايي ( د ښي لاس قول دی چې زه به نور داسې، يا دا کار نه کوم )
مخکې تاسو تشريح کړي چې د الله پاک په نامه او په قران کريم قسم خوړل کېدای شي، یه نورو شيانو قسم سم نه دی .
که مهرباني وکړئ د (ښي لاس ) په قسم اخيستلو احکام او اساس راته په لنډ ډول بيان کړئ ، منندوی به مو يم.
په درنښت
افغان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قسم يوازې د الله تعالی په نمونو او صفاتو باندې جايز دی ، د لاس په ورکولو سره يا په دين ، پيغمبر ، پير ، قبر ، پلار ، نيکه ، کعبه و غيره باندې قسم کول حرام دي او په غير الله باندې قسم شميرل کيږي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په غيرالله باندې د قسم کولو څخه منع فرمايلې ده .
امام بخاري رحمه الله روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ ).
أبو داود (3248) .
يعنې که څوک قسم کوي نو يوازې پر الله جل جلا له به قسم کوي او يا به چوپ اوسي .
همدارنګه فرمايي : (لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ وَلَا بِأُمَّهَاتِكُمْ وَلَا بِالْأَنْدَادِ ، وَلَا تَحْلِفُوا بِاللَّهِ إِلَّا وَأَنْتُمْ صَادِقُونَ) أبو داود (3251)
په خپلو پلرونو ، ميندو او مرستندويانو قسم مه کوئ ، او په درواغو باندې د الله جل جلا له په نوم باندې قسم مه کوي مګر په رښتيا سره .
جاء في الموقع الاسلام سوال جواب
والحلف بالدين من الحلف بغير الله تعالى ، فقول الحالف : “وديني” يدخل فيه أفعاله من الصلاة والصيام والحج وسائر العبادات ، والحلف بها حلف بغير الله .
قال الكاساني رحمه الله :
” وَلَوْ قَالَ : بِحُدُودِ اللَّهِ لَا يَكُونُ يَمِينًا ، وَاخْتَلَفُوا فِي الْمُرَادِ بِحُدُودِ اللَّهِ : قَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهِ الْحُدُودُ الْمَعْرُوفَةُ مِنْ حَدِّ الزِّنَا وَالسَّرِقَةِ الشُّرْبِ وَالْقَذْفِ .
وَقَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهَا الْفَرَائِضُ مِثْلُ الصَّوْمِ وَالصَّلَاةِ وَغَيْرِهِمَا ، وَكُلُّ ذَلِكَ حَلِفٌ بِغَيْرِ اللَّهِ تَعَالَى فَلَا يَكُونُ يَمِينًا ” انتهى .
“بدائع الصنائع” (7/22)