اول : په کور کې بې ضرورته د سپي ساتل منع دي:
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إِلاَّ كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ» وعـنه في رواية: «إِلاَّ كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ»([1]).
ژباړه: هر چا چې سپی وساتلو د هغه کس د هرې ورځې له اعمالو څخه يو قراط کميږي مګر د کرهنې د فصل ساتلو ،د کورنيو ځناورو نيولو او په بل روايت کې راغلي مګر دا چې د کرهنې د فصل ساتلو ، دام نيولو او يا د ښکار د پاره وي .
وقال النووي رحمه الله :
” أَنَّهُ يَحْرُم اِقْتِنَاء الْكَلْب بِغَيْرِ حَاجَة , وَيَجُوز اِقْتِنَاؤُهُ لِلصَّيْدِ وَلِلزَّرْعِ وَلِلْمَاشِيَةِ . والأصح : أنه يجوز اقتناء الكلب لحفظ البيوت ، قِيَاسًا عَلَى الثَّلَاثَة المذكورة في الحديث ، عَمَلًا بِالْعِلَّةِ الْمَفْهُومَة مِنْ الْأَحَادِيث ، وَهِيَ الْحَاجَة”
(بې ضرورته په کور کې د سپي ساتل حرام دي ، او د ښکار ، زراعت او ځناورو نيولو د پاره جايز دی ، او د کور حفاظت هم قياس دی په دريو ذکر شویو شيانو کوم چې حاجت دی ) .
د حرمنيو عالم ابن عُثَيمِين ليکي : د ضرورت په وخت کې د کور د حفاظت او چوکدارۍ د پاره په هغه صورت کې جايز دی چې کور يې له
ښار يا کلي څخه وتلی وي او يا په صحرا کې وي .
او په کوم کور کې چې سپی وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، په حديث شريف راغلي :«لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ» ([2] ).
يعنې: هغه کور ته ملائکې نه ننوځي په کوم کې چې سپی او تصاوير وي .
او کوم کس چې په کور کې بې ضرورته سپی ساتي او محبت ور سره لري مچي کوي يې او په غيږ کې نيسي نو دا عمل د کافر قوم سره تشبح ده ځکه چې دا کار د کافرانو له عاداتو څخه يو عادت دی .
«من تشبه بقوم فهو منهم» د حديث شريف په وعيد کې شامل دی.
د سپي لاړې او پسخورده د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نجس ده .
دوهم : په کور کې د ساه لرونکو تصويرونو ځړول او مجسمو ساتل حرام دي .
په حديث شريف راغلی : « يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ » ([3]).
ژباړه: ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي .
کوم کور کې چې مجسمې وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځې ، ځکه دا د کافران سره مشابح عمل دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لا تدخل الملائكة بيتا فيه
تصاوير أو تماثيل»([4]).
يعنې : په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .
د نجونو د نانځکو په اړه د فقهاؤ اختلاف دی ځنې وايي دا په مجسمو کې نه راځي او ځنې وايي دا هم په مجسمو کې شامليږي . فتاوی المحمودي حنفي پلاستکي نانځکې هم په مجسمو کې داخلې کړي دي ([5]).
د ساه لرونکو تصويرونو او مجسمو بيع او تجارت کول حرام دي ځکه د اسلامي شريعت عامه قاعده ده کوم شی چې حرام وي د هغه بيع او تجارت هم حرام وي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
[1] – رواه البخاري :۲۳۲۲ .
[2] – رواه البخاري ۳۲۲۵ و مسلم ۲۱۰۶ .
[3] – رواه البخاري و مسلم .
[4] – رواه مسلم ۲۱۱۲ .
[5] – فتاوی المحمودي حنفي ۳/۲۱ .