ورق بازي څه حکم لري ؟

ورق بازي څه حکم لري ؟

یوه بازی ده چی په هغه کښي باچا وزیر غلام ملکه او د ۱ څخه تر لسو پوری ورقې وي نو دغه بازی کول ګناه لری که نه ؟

عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی انسان د يوه ستر هدف د پاره پيدا کړی دی او هغه ته يې امر کړی دی چې خپل شرعي وظايف په ښه شان تر سره کړي او د قيامت په ورځ د هغه څخه د هرې لحظې پوښتنه کيږي چې عمر دې په څه کې تير کړی دی ، نو ځکه مسلمان بايد خپل قيمتي وخت په بيهوده او بې ګټې چې د نيا او آخرت په زيان وي تير نه کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

 «‌كل شي‌ء ليس من ذكرالله فهو لغو و سهو الا اربع خصال‌: مشي الرجل بين الغرضين و تأديب فرسه‌، و ملاعبته اهله‌، و تعليم السباحة‌ (أخرجه النسائي‌،الدر المنثور:۴/۸۶).

ژباړه: ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکې دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول ، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .

ددې صحيح حديث په دليل ټولې لوبې بې هوده او لهو لعب بلل کيږي چې ددې جملې يو هم ورق بازې ده ، چې علماؤ حرام او مکروه تحرمي بللې ده ، امداد المفتين په صفحه ۱۰۰۲ او د هند ستر مفتي په کفايت المفتي ۹/۱۹۹ ليکلی دی .

او همدارنګه معاصر فقيه علامه زحيلي ليکي: «‌و يحرم بالاتفاق ‌كل لعب فيه قمار… و ما خلا القمار و هو اللعب الذي لا عوض فيه في الجانبين و لا من احدهما فمنه ما هو حرام و منه ما هو مباح‌، لكن لايخلوكل لهو غير نافع عن الكراهة لما فيه من تضييع الوقت و الاشتغال عن ذكرالله و عن الصلوة و عن‌كل نافع مفيد»‌.(الفقه الاسلامي:۳/۵۶۱)

همدارنګه د البلد الحرام علماء ليکي : سترنج او ورق بازي حرامه دي ځکه دا غفلت مينځ ته راوړي او د الله تعالی د ذکر څخه د عفلت سبب ګرځي ( فتاوي علماء البلد الحرام -۴/۴۳۷) .

او که په ورق بازی کې شرط وي قمار دی چې قمار عظيمه ګناه او شيطاني عمل دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟