د کفارو په اخترونو کې کډون کول ستر عقيدتي خطر دی

Untitled

د کفارو د اخترونو څخه يو هم د نصاراؤ اختر دی چې ميلاد عيسی يا کريسماس بلل کيږي ، د Christmas کلمه له دوو برخو تشکيل شوې ده Christ په معنې د (المخلص ) چې د مسيح لقب دی او دوهمه برخه يې mas ده چې د فرعوني کلمې نه اخيستل شوې ده چې معنې يې ميلاد دی ، کريسماس په معنې د ميلاد مسيح چې دغه ميلاد د نصاراؤ مذهبي اختر او د خوښۍ ورځ بلل کيږي په دغو ورځو کې د خپلو پوچو او باطلو اعتقادات اظهار او خوښي ښکاره کوي او هغه لمانځي .

نو آيا کوم مسلمان به د هغوی دغه اختر لمانځنې ته تيار وي په داسې شان چې هغوی عقيده لري چې په دغه ورځ باندې الغياذ بالله د الله زوی پيدا شوی دی حال دا چې مونږ مسلمانان په دې باندې کلکه عقيده لرو چې : ( لم يلد ولم يولد * ولم يكن له كفواً أحد) .

نصارا يا مسيحيان خو په تثليث باندې عقيده لري ، پر الله تعالی باندې عقيده لرل او د هغه سره شريک نيول عسی (زوی) اوروح القدوس (جبريل) له هغه سره شريکوي (الغياذ بالله)  (الموسوعة الميسر ص ۵۰۳).

او د ميلاد په اختر کې هغوی د همدغه عقيدې لمانځنه او اظهار کوي .

نو آيا کوم مسلمان به د هغوی دغه لمانځنې ته تيار شي ؟

حال دا چې مونږ په دې باندې ايمان لرو چې حضرت عيسی عليه السلام د الله تعالی پيغمبر ؤ .

قرآنکريم د هغوی ګمراهې داسې بيانوي : يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ …(النسآء ۱۷۱ ) .

ژباړه : ای اهل کتابو! پخپل دين کې افراط مه کوئ او الله ته له حق ويلو پرته بل هيڅ خبره مه منسوبه وئ يقيناً چه عسی زوی د مريمی له دې پرته چې د الله رسول او فرمان ؤ نور څه نه ؤ چې الله مريمی ته وليږو چې د الله له لوري يو روح ؤ چه د مريم په رحم کې يې د ماشوم بڼه غوره کړه . نو تاسې په الله او ټولو پيعمبرانو ايمان راوړی او مه وايی چه خدای دری دي منعه شئ ( له دې باطلو عقائدو ) .

مسلمانانو وروڼو او خوندو !

د کفارو په اخترونو کې حضور او کډون کول په اتفاق د امت حرام او ستر عقدوي خطر دي :

کفايت المفتي د کفارو په اخترونو کې د کډون کولو حرمت بيان کړی دی او بيا يې په همدې مطلب کې لاندې حديث شريف نقل کړی دی :

عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه قال سمعت رسول الله ضلی الله عليه وسلم يقول : من کثر سواد قوم فهو منهم و من رضی عمل قوم کان شريکا لمن عمله (المطالب العالية بزوائد المسانيد الثمانية ۲/۲۴ )  .

يعنې : څوک چې دکوم قوم ډله زیاته کړي  نو دهغوی له ډلې دی ، او څوک چې د يو قوم په عمل باندې راضي شي دی د هغه قوم په عمل کې شريک شميرل کيږي .

(کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۱ )

د حضرت عمر رضی الله عنه په شرايطو کې چې ټول صحابه ورسره متفق ؤ راغلي دي چې اهل ذمه به په دار الاسلام کې خپل اخترونه نه ښکاروي او د هغه لمانځنه به نه کوي ، نو چې د کافر د پاره په دار الاسلام کې د کفري شعائرو او عقائدو لمانځل او ښکاره کول د مسلمانانو د پاره خطر وي ، مسلمانه ! ته چې د کفر په پوچو او باطلو عقدوي لمانځنو او شعائرو ورکډيږي آيا ستا دين ته به خطر نه وي ؟ الفقه الإسلامي – التشبه المنهي عنه (533) .

او عبدالله بن عمرو رضی الله عنه قول دا دی چې :څوک تر مرګ پورې د مجوسيانو په اختر (نوروز ، مهرجان ) کې کډون کوي او د هغوی سره مشابهت کوي نو هغه به هم د قيامت په ورځ د همدغو کفارو سره حشر کيږي . السنن الكبرى (9/432).

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

د حرمت او عقيدتي خطر وجه څه ده ؟

د آدم عليه السلام د وخت څخه او بيا د اسلام د مقدس دين د ظهور څخه تر نن پورې انسانان په دوو جلا ملتونو تقسيم شوي دي ، د کفر ملت او د اسلام ملت ، دا دواړه ملتونه يو د بل مخالف ملتونه دي او هيڅکله يو پر بل کې نه شي ور ګډېدلای او هر ملت په خپل مينځ کې دوستان او ملګري دي لکن مخالف ملت ته په دوښمني کې يو لاس دي .

لقوله سبحانه وتعالی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

يعنې : ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

او فرمايي : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ….(التوبه ۷۱ )

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي .

نو څنګه کيدای چې مسلمان د کفارو په شعائرو ، اخترونو ، عقدتي خوښۍ کې کډون وکړي ؟

حال دا چې په دې لمانځنه او کډون کې لاندې قبيح اعمال موجود دي :

۱- د کافران صف او ډله زياتول .

۲- د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې درېدل ځکه چې کفر د اسلام پر وړاندې يو ملت دی .

۳- د هغوی په دغه کفري عقائدو او شعائرو باندې رضا کيدل .

 مسلمانانو وروڼو او خوندو !

اصلاً هيڅ مسلمان دا کار نه کوي لکن ځنې يې چې کوي د هغه وجه جهل دی ، هغوی نه پوهيږي .

ټولو مسلمانانو وروڼو او خوندو ته مو دا نصيحت دی که په داخل کې ياست يا په خارجي هيوادونو کې خپل ځانونه ، خپل ملګري او خپلوان او خپل اولادونه دغو مسائلو او عقيدتې خطراتو ته متوجه کړئ تر څو کوم مسلمان په دغه خطرناکو کفري شعائرو کې کډون ونه کړي .

الله تعالی د مسلمان صفت داسې بيانوي :

﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72]

ژباړه: د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي  په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي .

همدارنګه د کفارو د اخترونو تيار کړي خوراکونو خوړل حرام دي

وسئلت اللجنة الدائمة هل يجوز الأكل من الأطعمة التي أعدها الكفار لأعيادهم؟

فأجابت: لا يجوز للمسلم أن يأكل مما يصنعه اليهود أو النصارى أو المشركون من الأطعمة لأعيادهم، ولا يجوز أيضاً للمسلم أن يقبل منهم هدية من أجل عيدهم، لما في ذلك من تكريمهم والتعاون معهم في إظهار شعائرهم وترويج بدعهم ومشاركتهم

السرور أيام أعيادهم

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

کابل – افغانستان

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟