د حج بدعات او منکرات

ول – د احرام څخه مخکې

۱- په حرام مال باندې حج کول .

۲- د صالح ملګري په انتخاب کې بې پروايي کول .

۳- د حج او عمري د مناسکو نه زده کول حال دا چې اوس عصر کې د زده کړې زيات وسائل موجود دي .

۴- د حج په سفر کولو باندې زيات فخر کول .

۵- عمرې او حج ته د ښځې تلل پرته له محرم څخه .

دوهم – د احرام په حالت کې

۱- د احرام څخه مخکې د نظافت ، طهارت او خوشوبويی د استعمال ترک کول حال دا چې دا شيان سنت دي .

۲- کومه ښځه چې حايضه وي او ميقات ورسيږي د احرام ترک کول حال دا چې داسې کول منع دي، ښځه به د حيض پر مهال يوازې طواف نه کوي د حج نور مناسک به ادا کوي.

۳- د احرام په حالت کې خپل لاس د احرام له څادر څخه ايستل (اضطباع ) کول حال دا چې اضطباع يوازې د عمرې او قدوم طواف پر مهال سنت وي .

۴- د احرام له ممنوعاتو او مکروهاتو پرهيز نه کول .

دريم – د طواف په حالت کې :

۱- د حجر اسود نه مخکې د طواف شروع کول .

۲- د حطيم په داخل کې طواف کول .

۳- د حجر اسود او رکن يماني پرته د کعبې ديوالونه مسحه کول او په هغه باندې دسمال و غيره موښل .

۴- په ټولو شوطونو کې رمل (تيز) تلل .

۵- د حجر اسود د مچې کولو لپاره خلکو ته مزاحمت کول .

۶- د هر طواف پر مهال خاصه دعا کول حال دا چې يوازې د رکن يماني او حجراسود تر مينځ دغه دعا (اللهم آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار) ويل سنت دي.

۷- د طواف پر مهال په ډليز ډول دعا کول .

څلورم – په مقام ابراهيم کې

۱- په مقام ابراهيم کې د دوو رکعتونو څخه زيات لمونځ کول او د خلکو مزاحمت کول .

۲- په مقام ابراهيم کې د لمانځه وروسته د ځنو کسانو کيناسل او دعا کول حال دا چې په دغه وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د دعا ثبوت نشته په سبب ددې چې خلکو ته تکليف رسيږي .

پنځم – د سعې په حالت کې :

۱- د سعی په پيل کې د « إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ» او دعا ويلو «» ترک کول او ددې دعا پر ځای نورې دعاګانې ويل .

۲- د شنو چراغونو په مينځ کې د ځنو ښځو تیز تلل حال دا چې دا تلل يوازې د نارينه لپاره سنت دي.

۳- د سعی په هر ګردش کې د خاصې دعا ويل ځکه چې ددې ثبوت نشته .

۴- په اجتماعي او ډليز شکل دعا کول .

۵- د اضطباع په حالت کې سعی کول .

شپږم- په حلق او تقصير

۱- ځنې کسان د ګوتې د بند څخه کم اندازه ويښتان کموي حال دا چې په تقصير کې به د ګوتې د بند په اندازه ويښتان کټ کيږي که له دې اندازې کم وي خريل يې واجب دي .

اوم – په عرفات کې

۱- ځنې حجاج د عرفات له حدودو څخه د باندې وي حال دا چې د عرفات حدود په نښه شوي وي چې په دې کار سره د حج ستر رکن له لاسه ورکوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : الحج عرفه ( حج همغه د عرفات ورځ ده )

۲- ځنې حجاج کوښښ کوي چې د جبل الرحمه غره ته ځان ورسوي او هلته د غره په ډبرو باندې ځان و موښي داسې کول بدعت دی . د حاجي د پاره په عرفات دريدل کافي دي .

۳- ځنې حجاج د عرفات په ورځ چې د مغفرت او رحمت ورځ ده په خبرو کولو ، قصې کولو او خندا کولو مشغول وي او په دې مهمه ورځ باندې د دعا او مغفرت غوښتلو جانس له لاسه ورکوي .

۴- ځنې حاجيان د دعا په وخت کې خپل مخ د غره خوا ته کوي حال دا چې قبلې ته مخامخ کيدل او دعا کول سنت دي .

۵- ځنې حاجيان د لمر لوېدو څخه مخکې د عرفات له پولو څخه وځي چې

داسې کول حرام دي دم ورباندې واجبيږي او که د لمر لويدو مخکې عرفات ته بيرته راشي د دم څخه خلاصيږي .

 ۶- د څه عذر پرته د عرفې د خطبې او جبل رحمت ترک کول .

آتم – په مزدلفه کې

۱- ځنې کسان په مزدلفه کې خوب ترک کوي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هلته بيده شوی دی ، خوب کول او بيا څه حصه د شپې ذکر او دعا کول .

نهم – د جمرو په ويشتلو کې :

۱- ځنې کسان د جمرو شګې مينځې حال دا چې د شګو منځل ضرور نه دي.

۲- د نخود له دانو څخه د غتو شګو ټولول .

۳- ځنې کسان دا ګمان کوي چې دوی شيطان ولي حال دا چې دا يوه شعيره (نښه) ده له شعارالله څخه .

۴- د رمی (شګو) ويشتلو پر مهال د خلکو مزاحمت کول .

۵- د رمی پر مهال د تکبير ترک کول .

۷- د رمی وروسته د دعا ترک کول .

لسم – عمومي بدعات او منکرات

۱- ځنې کسان په مسجد الحرام کې د جماعت په لمانځه کې غفلت کوي حال دا چې په مسجد الحرام کې يو لمونځ د يولکو لمونځونو ثواب لري .

۲- ځنې کسانو د حج او عمرې پر مهال تصويرونه اخلي ، غيبت کوي ، نورو ته ضرر رسوي او له ګناه او فسق څخه ځان نه ساتي حال دا چې په عمره او حج فسق او جنجال کول نشته .

۳- په نبوي جومات کې له جماعت څخه غفلت کول حال دا چې په نبوي جومات کې يو لمونځ د پنځو سوو لمونځونو ثواب لري .

۴- د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک قبر په ديوال او پنجرو مسحه کول ، مچې کول او ځان ورباندې موښل .

۵- د قبر مخې ته ازدحام جوړول .

۷- د درود ويلو پر مهال د غږ اوچتول .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : لاتجعلوا بيوتکم قبوراً ، و لاتجعلوا قبري عيداً (رواه ابوداود ).

يعنې : خپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ او زما قبر عيد مه جوړوئ .

مطلب دا چې په کورونو کې ذکر ، نوافل او عبادت کوئ قبر يې مه ګرځوئ او زما قبر د نصارا او يهودو په څير د عبادت ځای مه ګوځوي او د عيد څخه مطلب دا دی چې خلک په ټاکلي وخت سره جمع کيږي او زما د قبر څخه خپل عيد مه جوړوئ ([1]).

۵- ځنې کسان د مسجد نبوي يا زيارت څخه په شا وځي چې دا عمل بدعت دی .

۶- ځنې کسان د زيارت پر مهال فلمبرداري او تصويرونه اخلي چې دا کار منکر او لويه بې ادبي ده .

– جاء في الموسوعة الفقهية : يَقَعُ لِكَثِيرٍ مِنَ النَّاسِ أُمُورٌ مَكْرُوهَةٌ فِي زِيَارَتِهِمْ لِقَبْرِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ

۱- التَّزَاحُمُ عِنْدَ الزِّيَارَةِ ، وَذَلِكَ أَمْرٌ لا مُوجِبَ لَهُ ، بَلْ هُوَ خِلافُ الأَدَبِ ، لا سِيَّمَا إِذَا أَدَّى إِلَى زِحَامِ النِّسَاءِ فَإِنَّ الأَمْرَ شَدِيدٌ .

۲- رَفْعُ الأَصْوَاتِ بِالصَّلاةِ وَالسَّلامِ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوْ بِالدُّعَاءِ عِنْدَ زِيَارَتِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .

۳-التَّمَسُّحُ بِقَبْرِهِ الشَّرِيفِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَوْ بِشُبَّاكِ حُجْرَتِهِ . أَوْ إِلْصَاقُ الظَّهْرِ أَوِ الْبَطْنِ بِجِدَارِ الْقَبْرِ

الموسوعة الفقهية ج ۲۴ ص ۸۵ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟