د روژې بدعتونه

۱- د ثواب په نيت په پېشلمي کې بيړه او په روژماتي (افطار) کې تأخير کول د سنتو خلاف عمل دی ځکه په افطار کې بیړه او په پيشلمې کې تأخير کول سنت دي.

۲- د لومړي اذان پر مهال د خوراک او چښاک څخه پرهيز کول په هغه صورت کې چې وخت موجود وي.

۳- د خولې څخه د لمړې غوځول کله چې آذان واروي .

۴- د صبح صادق څخه د آذان مخکې کول – د احتياط په نيت .

۵- د روژې پر مهال حيض راتلل او د روژې پوره کول ، حال دا چې کله حيض ورباندې راشي روژه به ماتوي .
۶- د روژې خوړلو په نيت سفر کول .

۷- په ډيره بیړه تراويح کول چې نه قرآئت پکې صحي وي او نه يې هم سکون او اطمنان او بيا په دې افتخار کول چې مونږ په دومره دومره وخت کې تراويحو ختموو .

دا جواز لري چې امام د شرعي اصولو په چوکات کې په قرائت او لمانځه کې تخفيف راولي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيُخَفِّفْ» ([1]).

مګر تخفيف دا معنی نه لري لکه زمونږ د ټولنې د ځنو امامانو او قاريانو

تراويح چې دومره تيزې او په بيړه وي چې يې نه قرائت صحيح ادا کيږي ، نه رکوع صحيح وي ، نه قومه ، نه جلسه او نه سجده .

په رکوع او سجده کې په سکون سره دری ځله تسبیحات ويل سنت دي .د ټولو ارکانو په سکون او اطمنان ادا کول واجب دي .

رسول الله صلّى اللَّه عليْه وآله وسلَّم يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنيه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» (لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ ) هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ وښيه ، بيا هغه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم په لمانځه کې د پوره سکون ، اطمنان او په ښه شان لمونځ کولو بيان وکړ .

۸- په تراويحو کې د ختم لپاره د قاري اجاره کول او هغه ته اجرت ټاکل نا رواه عمل دی .

۹- کله چې امام تکبير اولی ووايي ، فاتحه او قرآئت شروع کړي نو ځنې کسان ناست وي تر څو رکعت آخر ته ورسیږي دوی پاچې او اقتداء کوي چې دا کار د سنتو مخالفت ، د قرآن بې احترامي او د ختم د ثواب له

لاسه ورکول دي.

۱۰- د تراويحو په ناسته کې درود شريف ويل .

۱۱- د صلاة تسبیح لمونځ په جماعت سره ادا کول .

۱۲- د ليلة قدر په نامه خاص لمونځ کول، د پورته ټول بيان مأخذ ([2]) .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – متفق عليه

([2]) – موسوعة البدعة

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟