مړو ته د مالي صدقاتو او خيراتونو ايصال ثواب د جمهورو فقهاوو په نزد جايز او کار د خير حتی ځنې فقهاء د هر ډول عبادت ايصال ثواب جايز بللی دی ، وقال العلامة البدر العيني في شرحه على كنز الدقائق ما نصه: يصل إلى الميت جميع أنواع البر من صلاة أو صوم أو حج أو صدقة أو ذكر أو غير ذلك.
ايصال ثواب روح د مړي ته کار د خير او موجب د اجر دی مګر د ورځې
،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ځکه چې دا
کار په اسلام کې هيڅ اصل نلري([1] ).
د مړي د دفن او تعزيه پر مهال سنت دا ده چې د مړي کورنۍ او اهل ته د هغه ګاونډيانو او خپلوانو لخوا ډوډی برابره شي ، په دليل د دغه حديث شريف «اصْنَعُوا لِآلِ جَعْفَرٍ طَعَامًا ، فَقَدْ أَتَاهُمْ مَا يَشْغَلُهُمْ»[2]
مګر د مړي د کورنۍ لخوا خلکو ته د طعام برابرول مکروه او بدعت دی ، ابن همام په فتح القدير ليکي : وَيُكْرَهُ اتِّخَاذُ الضِّيَافَةِ مِنْ الطَّعَامِ مِنْ أَهْلِ الْمَيِّتِ ؛ لِأَنَّهُ شُرِعَ فِي السُّرُورِ لَا فِي الشُّرُورِ، وَهِيَ بِدْعَةٌ مُسْتَقْبَحَةٌ “[3].
او که دا من طعام د مړي له ترکې څخه وي په هغه کې یتيمان او يا د ورثه اذن نه وي حرام دی .
مګر کچېرې خپلوان او قريبان له لرې ځايونو څخه راغلي وي ، د قريبانو او ګانديان د وس پورته وي نو بيا هغوی ته د چاروي ذبح کول او ډوډۍ ورکول د ميلمستيا په نيت نه د خيرات او عزاء په نيت ورکول کار د خير او اجر دی او داسې کول باک نلري .
وفي فتاوی اللجنة الدائمة: و أما صنع الطعام من أهل الميت للناس فهو خلاف السنة ، بل هو منكر… إلا إذا نزل بهم ضيف : فلا بأس ” انتهى([4]).
وقال الشيخ محمد المختار الشنقيطي : ” هنا مسألة عمت بها البلوى ، وهي مسألة الضيف إذا نزل على آل الميت ، فإذا كان هناك ضيف ، خاصةً من القرابات : كأبناء عمٍ أو إخوانٍ نزلوا وجاءوا من سفر ونزلوا على الإنسان ، وهم ضيوف لهم حق الضيافة ، فذبح لهم ، لا لأجل الموت ولا صدقةً على الميت ، بل إكراماً للضيف : فلا حرج ؛ لأن هذا منفكٌ عن أصل مسألتنا ، فليس من العزاء ولا هو متعلق بالعزاء ، وإنما هو من باب إكرام للضيف الذي أمر الله به ورسوله ، فيكرم الضيف ولا حرج “.
۱- کفايت المفتي و فتاوی دارالعلوم ديوبند – باب بدعات .
[2]– رواه الترمذي (998) ، وحسنه ، وأبو داود (3132) ، وابن ماجه (1610) .
[3] – فتح القدير :۲/۱۴۲ .
([4]) – فتاوی اللجنة الدائمة .