الله تعالی د رزق سره اسباب هم نازل کړي دي

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاتو له یوه ملحد سره مخامخ شوم چې ويل يې:

الله تعالی د مخلوقاتو د رزق رسونه په خپله ذمه اخېستې ده بیا ولې خلک له لوږې مړه کيږي

که مو په دې اړه قناعت بخشه ځوابراکړل ډېره مهرباني به موي

احمد ضياء

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو، الله سبحانه وتعالی د ټولو ساه کښو رزق ورکوونکی دی ، داسې چې د رزق سره يې د رزق اسباب هم نازل کړي دي .

ځمکه يې په باران زرغونه کړي ده او هر ساه کښ ته يې د خپل رزق د حاصلولو لپاره اسباب ورکړي دي لکه: لاسونه ، پښې ، موښوکه او نور تر څو په ځمکه وګرځي کار او سعې وکړي او خپل ځان ته رزق برابر کړي .

لقوله سبحانه وتعالی : [هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ](الملك: ۱۵).

ژباړه : (الله هغه ذات دی چې : ځمکه يې ستاسې په واک درکړې ده ، نو په کونجونو او څنډو کې يې وګرځئ او د الله روزي وخورئ او بيرته همغه ته مو ورتګ دی) .

واضح شوه چې د ګرځيدو ، حرکت ، سعی او کار کولو حکم يې کړی دی ځکه هر ساه کښ ته اسباب ورکړ شوی دي ، او څوک چې اسبابو ته لاس رسی نلري ، مريض او معيوب وي نو په اسلام کې يې نفقه ورکول په خپلوانو فرض دي .

الله سبحانه وتعالی د باران په وورولو او د ځمکې په زرغونولو بنده ګانو ته رزق ورکړی دی .

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: (هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ) .

مګر الله سبحانه وتعالی د رزق په ورکولو کې پوره اختيار لري ، چا ته چې وغواړي د اسبابو پرته رزق ورکوي (لکه مريم رضی الله عنها ته ) .

او چا ته چې وغواړي رزق ورباندې بندوي .

لقوله سبحانه وتعالی : [أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ] (الملک) ، [وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَيْرِ حِسَابٍ] (آل عمران ).

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟