بسم الله الرحمن الرحيم
وروڼو او خويندو ! الحاد او سيکولار ددې عصر تر ټولو ستره بلاء ده ، کوم چې غواړي مسلمانان له بر حق دين څخه منحرف او يا شکونه ور واچوي .
الحاد څو پوچ احمقانه د عقل او علم خلاف افکار او اعتقادات لري چې غواړي د هغه په وسيله هغه کسان ښکار کړي چې له ضروري شرعي علم او ايماني تربيه څخه محروم وي .
♣♣♣♣♣♣♣
زمونږ هيواد عملاً د کفر او الحاد پر وړاندې زياتې قربانۍ ورکړي دي د هيڅ عصر طاغوت ته نه دي تسليم شوي ، ولس مو د کفر له لاسه زيات مرګونه ، زخمونه ، زندانونه ، لوږې او تکليفونه تير کړي دي ، دا هر څه يې د ايمان د ساتنې او حفاظت په خاطر تر سره کړي دي .
د عملي اشغال ، عملي او نظامي جګړي په تاوان او درک عام او خاص ژر پوهيږي او د هغې پر وړاندې عکس العمل ښيي .
مګر ددې تر څنګ د اسلام خلاف الحادي او کفري تبليغات دي چې دا ډير خطرناک دي ځکه اکثره خلک يې صحي نشي درک کولای پر وړاندې استدلال نلري او ددې تاوان د بدني او مالي زيانونه څخه ډير زيات دی ځکه د الله تعالی بنده ګان د ايمان د رڼا څخه د کفر د تيارو په دام کې را ګير کوي .
♣♣♣♣♣♣♣
تاسې ته څرګنده ده چې د څه وخت راهسې په فيسبوک او انټرنيت کې ځينې کسان په علني ټوګه په پښتو او دري ژبو الحاد ته دعوت کوي او د اسلام پر ضد تبليغات کوي .
د دغه ډلې پر وړاندې مو پراخه عالمي تياری نيولی دی او د هغوی ټول پوچ افکار مو په شرعي ، عقلي او علمي دلائلو ځواب کړي او د هغوی د ټولو شبهاتو رد مو کړی دی .
په دغه (رد الحاد ) رساله کې لاندې مطالب په نظر کې نيول شوي چې ان شاء الله په ترتيب سره به خپريږي :
سريزه
د الحاد تعريف
د الحاد پيدايښت
اسلامي هيوادونو ته څنګه الحاد داخل شو ؟
په الحاد باندې د اخته کېدو اسباب
د الحاد د خپراوي اثر په مسلمانانو او اسلامي ټولنه
د الحاد افکار او عقائد
د الحاد د خيالي افکارو او فرضيو عقلي ، علمي او شرعي رد
د سترې چاودنې (Big bang) خيالي او وهمي نظريه رد
د نسل د تکامل د نظريه رد
د مادې د ازلي توب رد
د ملحدينو او مستشرکينو د شبهاتو رد
سوالونه او ځوابونه
♣♣♣♣♣♣♣
دغه رساله ټولو هغو کسانو ته اهداء کيږي چې :
ملحدين دي چې له حق څخه کاږه شوي وي تر څو دوی توبه وباسي
ټولو مؤمنانو ته وړاندې کيږي چې د دوی ايمان ورباندې قوي شي .
ټولو د حق د لارې داعيانو ته وړاندې کيږي چې د باطل پر وړاندې يې دليل قوي شي
دغه مطالب وقف الی الله دي هر څوک يې نشر کولای شي او بايد ټول د ننه او بهر کې استوګن مسلمانان په نشر او خپرولو کې پوره برخه واخلي تر څو د کفر او الحاد موجوده مکر او فريب نسکور شي .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب