هيله ده چي جوړ او روغ وی.
زما پوشتنه داده چي انسان د بدن ويشتان(د شرمگاه) فرض دي او يا سنت دي او آيا دغه ويشتان د نارينه د مخي له طرف نه لري كيژي او يا دي شاه له طرف نه هم. هيله ده چي داسلامي شريعت به رنا كيشي دغه جواب راكري
ګل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د شرمګاه د ويښتانو خريل سنت دي (بحرالرائق ۱/۵۰ ) .
و جاء في الموسوعة الفقهية : اتّفق الفقهاء على أنّ حلق العانة سنّة، ويرى الشّافعيّة على أصحّ القولين وجوب حلق العانة .
د انس رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”
يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .
د جمهورو فقهاء په نزد د شرمګاه د ويښتانو هره اونۍ لرې کول مستحب دي مګر تر څلويښتو ورځو زيات پرې ښودل يې مکروه دي .
جاء في موسوعة الفقهية : يستحبّ حلق العانة في كلّ أسبوع مرّةً، وجاز في كلّ خمسة عشر، وكره تركه وراء الأربعين .
په پورته حديث کې د العانه څخه مطلب د د نر د مخې طرف د شرمګاه پر سر او د هغه شا او خوا ويښتان او همدارنګه د ښځې د شرمګاه شا او خوا ويښتان مراد دي لکه امام نووی چې په شرح ددې حديث شريف کې ليکي :
قال الامام النووي فی الشرح :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د لنګيو ويښتان او د مقعد ويښتان پکې شامل نه دي ځنې فقهاء د مقعد د ويښتانو لرې کول مستحب بولي ، شرمګاه ته نږدې د لنګيو د ويښتانو لرې کول او همدارنګه د مقعد ويښتان څومره چې امکان و لري خريل يې جايز دي ځکه ددې ويښتانو د لرې کولو حکمت نظافت دی .
په فطري سنتو کې اصلاً د شرمګاه شاخوا ويښتان شامل دي هغه ته د نږدې ويښتانو خريل مباح دي شرعي ممانعت نه لري مګر سنت نه دي