د حج د مناسکو دوهمه ورځ ، په عرفات درېدل

په عرفات باندې درېدل :

حجاج کرام به د ذِي الحجې په نهم د عرفې په ورځ د سهار لمونځ په منا کې ادا کړي او د لمر ختلو وروسته به د عرفات په لوري روان شي په لاره به د تکبير ، تلبِيه او تهليل شعارونه ورکوي.

په عرفات باندې درېدل د حج رکن دی که له چا څخه فوت شي د هغه څخه اصلاً حج فوت شوی او حج يې نه صحي کيږي د رکن د صحت لپاره لږ وخت وقوف هم صحي دی . مګر د لمر د زوال څخه تر لمر لوېدو پورې وقوف واجب دی کچيري څوک د لمر لوېدو څخه مخکې له عرفات څخه ووځي دم ورباندې واجبيږي .

په عرفات باندې د وقوف سنت او مستحب کارونه :

۱- مستحب او افضل دا ده چې د جبل رحمت په لمن کې وقوف وشي ځکه دغلته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وقوف کړی دی.

۲- نمِره جومات ته د لمانځه لپاره تلل ، امام به دوې خطبې وايي او دوه لمونځونه به يو ځای ادا کوي.

۳- قبلې ته مخامخ کېدل ، اودس لرل ، مګر د بې اودسۍ ، جنابت او حيض پر مهال عرفات کول صحي دی، لکن د بې اودسۍ او جنابت سره وقوف کولو کې ثواب کميږي .

۴- وقوف کوونکي ته غوره دا ده چې سيورې ته وقوف ونه کړي بلکي لمر ته وقوف وکړي ، مګر دا چې څه ضرورت وي .

۵- د زړه حضور او زړه له دنيوي مشغوليتونو خالي کول د زړه په حضور او اخلاص سره دعا او استغفار کول .

۶- له مناقشې ، بې ځايه بحثونو ، بې ګټې خبرو پرهيز کول ، حتی د مباح خبرو کولو څخه پرهيز کول ځکه دا ډول خبرې وخت ضايع کوې او دا د بښنې او دعا قبلېدو مهمه موقع ده .

۷- ډير ذکر ، دعا ، تهليل ، د قرآنکريم تلاوت ، يا د قرآنکريم تلاوت ته غوږ نيول ځکه هيڅ شی په زړه دومره اثر نه کوي لکه قرآن ، همدارنګه استغفار ، خشوع او خضوع ښکاره کول ، او دری ځله دعا تکرارول ، الحمدلله ، سبحان الله او تکبير ويل ، تلبِیَه ويل ، درود ويل او د دغو ټولو سره ډير ډير ژړل .

او د عرفات په ورځ دا دعا چې مسنونه دعا ده ډيره ويل « لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» .

۸- په عرفات کې دريدل مستحب دي ، څومره يې چې وس وي ودې دريږي که ټول وخت يې توان نه وي کيناستل او حتی پرېوتل هم جايز دي.

او پوه شه چې دا په نړۍ کې تر ټولو هغه لويه اجتماع ده چې مخلص بندګان ، د الله تعالی دوستان پکې جمع شوي او په دې ورځ باندې الله تعالی خپلو ډيرو بندګانو ته بښنه کوي او د دوزخ د اور څځه نجات ورکوي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په دې ورځ شيطان تر بلی هري ورځې نه زيات ذلت او خواري ويني ځکه چې د بندګانو ګناهونه معاف کيږي .

ګرانو وروڼو او خويندو ! دا د توبې او ژړا ځای دی په عرفات کې د ټول عمر ګناهونه او خطاوې په خيال کې راولئ په هغه باندې وژاړئ او د الله تعالی څخه يې معافي وغواړئ . د ځان اولاد ، خپلوانو ، ولس او اسلامي امت لپاره د خير او عافيت دعا وکړئ .

ځينې اشتباهات چې د عرفې په ورځ تر سترګو کيږي :

۱- ځينې حجاج د عرفات له حدودو څخه د باندې وي حال دا چې د عرفات حدود په نښه شوي وي چې په دې کار سره د حج ستر رکن له لاسه ورکوي .

۲- ځينې حجاج کوښښ کوي چې د جبل الرحمه غره ته ځان ورسوي او هلته د غره په ډبرو باندې ځان و موښي داسې کول بدعت دی د حاجي د پاره په عرفات دريدل کافي دي .

۳- ځينې حجاج د عرفات په ورځ چې د مغفرت او رحمت ورځ ده په خبرو کولو ، قيصې کولو او خندا کولو مشغول وي او په دې مهمه ورځ باندې د دعا او مغفرت غوښتلو جانس له لاسه ورکوي .

۴- ځينې حاجيان د دعا په وخت کې خپل مخ د غره خوا ته کوي حال دا چې قبلې ته مخامخ کيدل او دعا کول سنت دي .

۵- ځينې حاجيان د لمر لوېدو څخه مخکې د عرفات له پولو څخه وځي چې داسې کول حرام دي دم ورباندې واجبيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟