دمنسوخ او باطل مسيحيت فرقي (کاتوليک ،پروستانت وغيره )

دمسيحيت فرقې يا طوايف :

اول د کاتوليک فرقه : دا فرقه د پاپ پيروان دي کوم چې په روم کې اوسيږي اومهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
  • پدې معتقد دي چې روح قدس (جبريل ) له پلار او زوی څخه راوتلی دی .
  • کوم حيوان چې ذبح شوی نه وي دهغې غوښه او وينه مباح ګڼل.
  • پاپ په واتيکان کې د ټولې نړی د کاتوليکانو مشر دی .
  • طلاق حرام بولي حتی د زنا په حالت کې هم .
دافرقه په لوديځه ارپا اوجنوبی امريکا کې ژوند کوي .
دوهم د د ارتودکس فرقه : دافرقه په قسطنطينيه کې د شرقي کليسا پيروان دي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي .
§                 روح قدوس  تنها له پلار څخه راوتلی .
§                 طلاق حرام ګڼی مګر د زنا په حالت کې يې روا بولي .
§                 د يومشرتر بيرغ لاندې نه جمع کيږي بلکي هره کليسا څپلواکه او مستقله وي .
دافرقه په شرقي ارپا او روسيه کې ژوند کوي .
دريم د پروستانت فرقه :
دافرقه مارتن لوثر ته منسوبه ده دغه فرقه  په ۶ قرن کې د لومړی ځل لپاره په آلمان کې ظهور وکړاو هغوی غوښتل چې په کليساوو کې اصطلاحات رامنځه ته کړي مهم عقايد يې په لاندې ډول دي :
§                 دمغفرت سندونه ټول دروغ دي اوګناهونه ټول په توبه اورجوع سره بخښل کيږي .
§                 هرڅوک حق لري چې انجيل ولولي او پوه شي بله دې چې کليساته رجوع وکړي.
§                 په کليسا کې د تصويرونو ځړول او دمجسيمونصبول حرام دي ځکه دغه کار دبت پرستانو دی .
§                 رهبانيت اوځانتوالی منعه دی .
§                 دمقدس خواراک (شکرانه ) په اړه چې د مسيح د قربانۍ ديادګار لپاره ترسره کيږي اودمسيحيانو دغه ادعا چې ډوډی اوشراب د مسيح په غوښه اووينه بدليږي هغوی له دغه ادعا څخه انکار کوي او ردوی يې .

 

 

یادونه:

د  دعوت نیوز د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟