په ديموکراسۍ کې څه ډول اقتصادي آزادي ده ؟

۳- اقتصادي آزادي :

د ديموکراسۍ اقتصادي نظام پر فردي مذهب باندې ولاړ دی چې هر شخص ته حق ورکړ شوی چې د کوم قيد او اخلاقو پرته څنګه چې غواړي خپل مال او ثروت زيات کړي .

سود ، احتکار او نور حرام کسبونه د دوی په نزد د مال د پيدا کولو شريف او رواه کسبونه دي او همدارنګه هر څوک کولای شي پخپله خوښه خپل مال په فساد او رذايلو کې مصرف کړي ، د ټولنې او ماحول لپاره هيڅ ډول مصالح په نظر کې نلري .

د مالدار په مال کې د فقير او محتاج لپاره ادنی حق هم نشته او نه هم دولت کولای شي د خلکو په فردي اقتصاد کې مداخله وکړي بلکي د يو چوکيدار حيثيت لري .

پس د ديموکراسۍ تر سيورې لاندې فردي مذهب کې د اخلاقو او ښو اهدافو پرته د مال ډيرولو پوره آزادي ده او همدارنګه د انسان لپاره يې دا حق ورکړی دی چې د بې حساب مال په پيدا کولو کې کوښښ وکړي پرته له دې چې ټولنې او ماحول ته نظر وکړي ( که د ټولنې او ماحول ضرر هم پکې وي باک نلري کولای شي خپل مال ډير کړي ).

مګر په اسلامي شريعت کې د اقتصاد له بنسټونو څخه دا دي چې:

سود ، احتکار ، ظلم ، چل او فريب او غرر ټول پکې حرام دي ځکه دغه شيان ټولنې او خلکو ته لوی ضرر پيښوي .

او همدارنګه ټول هغه شيان چې اسلامي شريعت حرام کړي وي لکه : شراب ، د خوک غوښه ، پوډر او نور مضر شيان نو د هغه بيع او تجارت حرام دی .

د مثال په توګه سود عظيم جرم دی او الله تعالی د سود خورو پر وړاندې د جنک اعلان کړی دی :

[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ ][1] .

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله تعالی نه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

همدارنګه اسلامي شريعت اسلامي حکومت ته دا صلاحيت ورکړی دی چې کچېرې يو کس خپل مال په فساد او لهو لعبو او بې کټې شيانو کې مصرفوي د هغه مخه به نيسي او مال به يې حَجر کيږي .

مګر د ديموکراسۍ په نظام کې سود ، قمار ، احتکار او هر څه حلال او جايز دي .

او په ديموکراسي نظام کې مونږ وينو چې سودي بانکونه او مؤسسات په پوره ډاډ سره خپل فعاليت کوي ، د دولت لخوا جواز ورکول کيږي ، د ضعف پر مهال د دولت لخوا تقويه کيږي او د دولت لخوا ماليات ورڅخه اخيستل کيږي او همداسې لکه مخکې مو چې وويل : هر څوک د مال په مصرف کې پوره آزاد دي .

[1] – سوره البقره .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟