د حاجي استقبال کول څه حکم لري ؟

د انلاین اسلامی لارښود محترمو مسولینو ته اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته؛
زما نوم عبدالبصیر دی اود کابل ولایت څخه درسره تماس کوم ، زما پوښتنه دا ده چی کله دغه حا جی صا حبان راځی دی ته دغه ګل پوش موتری ،ختمونه، خیراتونه او یا مخی ورتګ څه شرعی جوازلری او که نه ، او یا هم کومه مسنونه دعا او طریقه موجود وي لطفا د اسلامی شریعت په رڼا کی وضاحت ورکړی مهربانی به مو وي.
په درنښت
عبدالبصیر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسافر ، حاجې او مجاهد استقبال جايز دی ، د هغه مخکې ته د اکرام ، عزت او استقبال لپاره ورتلل جايز دي ، په شرط ددې چې منکراتو او اسراف پکې نه وي او واجبي ونه ګڼل شي .
په بخاري شريف کې د حجاجو د استقبال په نوم ځانګړی باب دی .
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قَالَ:« لَمَّا قَدِمَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم مَكَّةَ اسْتَقْبَلَتْهُ أُغَيْلِمَةُ بَنِي عَبْدِالْمُطَّلِبِ فَحَمَلَ وَاحِدًا بَيْنَ يَدَيْهِ وَآخَرَ خَلْفَهُ».
(بخارى:1798)
ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما وايي : کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مکې ته داخل شو د بنی عبدالمطلب څو کم سنه کسان د هغه استقبال ته راغلل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم يو څنګ ته او بل شا ته له ځانه سره سواره کړل .
د حاجې سره د مخامخ کېدو او سړي مشو پر مهال داسې ويل مستحب دي :
الله دې ستا حج قبول کړي ، او ستا ګناهونه دې الله معاف کړي او ( الله تعالی ) تا ته بدله درکړې .
مګر د حاجې او بل کس په غاړه کې ګلان اچول صحي نه دي تفصيل دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/3730
همدارنګه استقبال کوونکو او نورو ته ډوډی ورکول جايز دي چې اسراف پکې نه وي .
وأما الاحتفاء والاحتفال بالقادم من الحج ، وصنع الطعام له : فالظاهر – أيضاً – جوازه ، بل لو صنع القادمُ من الحج نفسه طعاماً ودعا الناس إليه كان جائزاً : فكيف لا يقال بجواز صنع الناس له الطعام ؟! .
وقد ثبت في السنَّة النبوية احتفاء الصحابة بقدوم المسافر ، سواء كان سفر حج ، أو عمرة ، أو تجارة ، أو غير ذلك .(الاسلام سوال جواب ) .
پس د حاجې صاحب استقبال کول جايز دي البته په شرط ددې چې غير شرعي امور پکې نه وي او همدارنګه د خوراک په برابرولو کې به اسراف نه وي . او څوک چې له حج څخه راغلی وي په هغه باندې دا واجب نه ده چې خلکو ته ډوډې ورکړي ولی پخپله خوښه که داسې کوي جايز دي په شرط ددې چې اسراف پکې نه وي .
همدارنګه که حاجې چاته جانماز ، تسبيح ، مسواک وغيره ورکوي ددې ورکول هم لازمي نه دي که په توان کې يې وي د هديه په شکل يې ورکولای شي .
مګر د حيوان د سر پرې کول لکه پسه وغيره او هغه د حاجې مخې ته د هغه په پښو کې ذبحه کول صحي نه دي او هر څوک چې هغه پسه د حاجي په نوم ذبحه کوي په حقيقت کې د شرک مرتکب ګرځي ځکه قرباني کول بغير د الله تعالی د نامه حرامه ده .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لعن الله من ذبح لغير الله» (رواه مسلم ) .
يعنې: څوک چه د غيرالله په نوم ذبح کوي هغه کس معلون دی .
والله اعلم (کفايت المفتي ج ۴ ص ۱۶۰ – ، الاسلام سوال جواب ) .
وصلي الله وسلم علي محمد وعلى آله وأصحابه والتابعين لهم بإحسان إلى يوم الدين

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟