دين څه وايي ؟
ورورجانه زه په اروپا كي ژوند كوم او دلته مكتب هم وايم خو يوه ورزي له ما سخه استادي پوشتنه وكره چي د پوشتني تفصيل په لاندي تكيو كي دي:
راته يي ووايل چي دين سه شي دي او كه دين نه وايي نو سه به واي او كه د چا دين نه وايي نو بيا به سه واي مطلب خاص دغه ده چي راته يي ووايل چي دين سه شي دي او بس مننه د زواب په طمعه دي؟
محمد يونس ځاځی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الدين :
دين په لغت کې طاعت او انقياد يعنې پيروی او غاړې ايښودلو ته وايي ، په عامه اصطلاح کې په غيبي امورو باندې د انسان عقيدې او عمل ته دين وايي ، او په اسلامې اصطلاح کې الله تعالی ته تسليم او غاړه ايښودلو ته وايي، هغه دين کوم چې د الله تعالی د طرف نه په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی چې د اسلام دين دی.
د الله تعالی په نزد د قبول وړ دين یوازې اسلام دی .
قال الله تعالی : إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [آل عمران: 19]
ژباړه: بیشکه صحیح او قبول دین د الله عزَّوَجَلَّ په وړاندی یواځی د اسلام مقدّس دین دې.
او د اسلام پرته ټول اديان باطل او منسوخ دي ، د اسلام د نزول وروسته پرته له اسلام څخه الله تعالی ته هيڅ دين د قبول وړ نه دی ( پخوا چې کوم آسماني اديان وو هغه هم د اسلام په نزول سره منسوخ شوی دي )
قوله تعالی : وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ [ آل عمران: 85].
ژباړه: او هغه څوک چه لټوي د اسلام مقدس دین څخه پرته بل دین، نو هیڅکله به ورڅخه ونه منل شي، او حال دا چه داسی بنده به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي.