د ايران خلق مسافر كه موقيم دي دجواب په هيله
ستاسونه يوه نري مننه
محمد اسلم
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مسافرانه لمونځ په دوو شرطونو تر سره کيږي :
اول : دا چې د سفر فاصله له (۸۴) کيلو متره يا تر هغه زياته وي .
دوهم : دا چې د سفر د اقامت نيت تر نيمي مياشتې يا (۱۵) ورځو يا تر هغه کم وي .
«صـلی الفرض الـرباعی رکعتین ولو عاصیا بسفره حتی یدخل موضع مقامه أو ینوی اقامه نصف شهر بموضع صالح لها فیقصر ان نوي فی اقل منه».(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار:( ۱/۵۸۱).
هغه مسافر چې ايران ته کاچاقي ځي هغوی غالباً دری مياشتې ، شپږ میاشتې ، يو کال وخت تيروي هغوی مقيم بلل کيږي ځکه د اقامت او اوسيدو نيت يې له ۱۵ ورځو زيات دی نو مسافرانه لمونځ به نه ادا کوي ، پوره لمونځ به ادا کوي .
او هغه مسافر چې په پارسپورت د تجارت او نور څه لپاره تللی وي د کم وخت لپاره چې نيت يې له ۱۵ ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به ادا کوي .
و الله سبحانه وت