امین وردګ
*********************
برکت
۱۳۶مه خبره- برکت نو دا نۀ دی چې کندو بلکل تشیږي نه؛ بلکې اصلي برکت خو دې ته وايي؛ چې پرون تش ؤ او نن ډک شو، سبا بیا تش او بله ورځ بېرته ډک شي.
ګران او ناګران اولاد
۱۳۷مه خبره- پر مور او پلار یوازې هغه اولاد ګران وي، چې د دوی پوره اطاعت کوي؛ مطلب کۀ دوی نېکان وو (نېکی) یې خوښ دی او کۀ بدان وو (بدی) اوس پوه شوئ چې ولې ځینې بدبخت پلاران خپل ناصالح اولادونه تر صالحو زیات خوښوي؟
له ورور سره بد پهٔ بدۍ اوړي؟
۱۳۸مه خبره- له وروڼو سره مو ځکه بد مه کوئ؛ چې اولادونه مو یې پۀ بدۍ درته اړوي او بیا چې څو د دوی ترمنځ بدي ختمه شوې نهٔ وي، نو تاسو بهٔ هم (د قابل غوندې) پکې شریک واست.
د الله ذکر
۱۳۹مه خبره- له ((فَٱذۡكُرُونِيٓ أَذۡكُرۡكُمۡ)) څخه مراد دا نۀ دی چې فقط (الله هو…) وایه، الله بهٔ تا یادوي! بلکې مطلب دا دی؛ چې د آسانۍ پۀ وخت مننه ترې کوه او د سختۍ پۀ مهال مرسته ترې غواړه، پهٔ نعمتونو یې شکر کوه او پهٔ مصائبو یې صبر، کهٔ نیکي کوې او کهٔ بدي؛ خو الله یاد پکې ساته! نیکي یې د خوشالۍ له امله کوه او بدي یې د خفګان له وجهې پرېږده ـ نو بهٔ تا هم الله پاک یاد کړي!!! چې دا د ذکر، ذاکر او مذکور اصلي مفهوم دی! اوس پوه شوې چې الله څهٔ مهال موږ یادوي؟
لوی خلک
۱۴۰ مه خبره- د لویو او وړو خلکو ترمنځ توپیر دا دی؛ چې د لویو خلکو کارونه لوی وي او د وړو خلکو خبرې!