ښځې ته په کوم صورت کې د نفلي روژې ماتول جايز دي ؟

اسلام علکیم ورحمت الله وبرکاته

هیله لرم چې ټول به ښه صحت ولرئ.
پوښتنه داده کله ښځه د خپل میړه له اجازې پرته نفلي روژه ونیسي او میړه یی له مسافرۍ څخه کورته را وګرځي او ښځه هم په دی څه نا څه اګاه وي چې شاهد میړه مې را شی او زه به روژه یم؟ مهرباني وکړي د دغې پوښتنې شرعی ځواب  را ولیږئ. مننه

عبدالولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاء په اتفاق سره د ښځې د پاره جايز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونیسی ځکه د خاوند حق فرض دی او فرض پر نفلو باندې مقدم دی .

مګر که د ښځې خاوند غايب وي اذن او اجازت ته ضرورت نشته .

د نفلي روژې ماتول :

زمونږ د مشائخو (احنافو ) په نزد د عذر څخه پرته د نفلي روژې ماتول جايز نه دي ، عذر لکه : ميلمه او مېلمه پالنه هغه هم چې د زوال نه مخکې وي يا د مور او پلار عقوق که څه هم د زوال پس وي ، د بل چا لپاره جواز نلري .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ لَيْسَ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ تَطَوُّعًا إِلا بِإِذْنِ زَوْجِهَا ، لِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا تَصُمِ الْمَرْأَةُ وَبَعْلُهَا شَاهِدٌ ، إِلا

بِإِذْنِهِ ” ، وَلأَنَّ حَقَّ الزَّوْجِ فَرْضٌ ، فَلا يَجُوزُ تَرْكُهُ لِنَفْلٍ .

وَلا تَحْتَاجُ الْمَرْأَةُ إِلَى إِذْنِ الزَّوْجِ إِذَا كَانَ غَائِبًا (جزء ۲۸ ص ۲۹).

و جاء في الفقه الاسلامي وادلته :

صوم التطوع: ولا يجوز الفطر بلا عذر للمتطوع بالصوم عند الحنفية القائلين بلزوم النفل في الشروع بالعبادة في الرواية الصحيحة، والضيافة عذر في الأظهر للضيف والمضيف قبل الزوال لا بعده، إلا أن يكون في عدم الفطر بعد الزوال عقوق لأحد الأبوين، لا غيرهما، لتأكد الصوم.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟