سلامونه می ومنی شهزاده ځدران یم له افعانستان خوست ولایت نه
دیره دیره مننه کوم له دعو لویو خدمتونو نه چه تاسی یی وړاندی کوی ،
او په اخر کی زه هم پوشتنه لرم چه
۱)داسلام او دین ترمنځ فرق څه دی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
دين په معنی د مبين چې اطلاق يې په حق دين چې اسلام دی او همدارنګه باطل دين چې د اسلام پرته نور اديان دي دواړو کيږي ، په دليل د دغه قول د الله تعالی : [لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ] (الکافرون:۶ ) .
الله سبحانه وتعالی ته د قبول وړ دين یوازې اسلام دی او بس ، لقوله سبحانه وتعالی:[ إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الإِسْلامُ]
الله تعالی ته د اسلام د دين پرته هيڅ دين د قبول وړ نه دی هغه که (يهوديت ، نصانيت ، مجوسيت ، او نور ) دي .
لقوله سبحانه وتعالی : [ وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ] ( آل عمران: 85).
دوهم :
اسلام الله تعالی ته تسليم او غاړې ايښودلو ته وايي په خالص توحيد او اطاعت سره .