په تش رکعت کې د سورت په ويلو سره سجده سهوه لازميږي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو!

محترمه څو پوښتنی لرم غواړم درسره شریکی یی کړم.

۱- په ترک دواجب اوپه تاخیر دفرضو سجدسهوه لازیمیږی که په اخیر خالی رکعت کی سورت وویل شی تاخیر دفرضو خو راغی سجدسهوه هم لازیمیږی اوکنه ؟

۲- په هر رکعت کی له الحمدالله څخه مخکی بسم الله ویل څه پروا لری اوکنه ؟

۳- په کومو حالاتو کی په ښځه پدی خاطر غوسل واجبیږی چی ګنی شیطان خطا ایستلی ده؟

په احترام

عبدالولی له هند څخه


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول: هو په ترک د واجبو او تأخير د فرضو سجده سهوه واجبيږي ،

په تش رکعت کې د سورت ويلو په باره کې د احنافو تر مينځ څه اختلاف شته :

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : د فرضو په دوو ورستيو رکعتونو کې د الحمدلله نه وروسته د سورت ويلو د تاخير په وجې سره سجده سهوه نه لازميږي ځکه د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمدلله سره د سورة ضم کول واجب نه دي ، خو قصداً داسې کول مکروه دي د سنتو خلاف دي .(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۶۰ ) (۱) حواله

(۱) – وضم اقصر سورة الخ فی الاولين من الفرض وهل يکره فی الاخرين (درالمختار ) .

مګر منيه او شرح المنيه بيا ليکي : په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي ځکه د فرضو تاخير وشو .

قال فی منيه وشرحها فان ضم السورة ای الفاتحة ساهياً يجب عليه سجده السهو فی قوله ابو يوسف لتاخير الرکوع من محله وفی الظر روايات لايجب الخ فلا ينا فی کونه خلاف اولی کما اقاد فی الحلية (درالمحتار صفة الصلاة).

دوهم : دهر رکعت په شروع کې د الحمدلله نه مخکې د بسم الله ويل سنت دي.

دريم :

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟