په عامه خيريه کارونو کې د زکات د مصرف حکم

په عامه خيريه کارونو کې د زکات د مصرف حکم

السلام علیکم. محترم استاد که وخت لری پوښتنه لرم. څرنګه چی عموما د کلیوالو اقتصادی ژوند ضعیف دی یعنی نه د دومره مال لری چی د زکات د نصاب خاوند وی او نه دومره غریب دی چی زکات ورکړل شی. سوال دا دی چی ایا کولای شو چی د کلیوالو د خوښی او غم مراسمو لپاره د زکات په پیسو د کراکری سامان واخلو؟

مثلا: فرشونه، د اشپزی غټ دیګونه، غوری، او داسی نور سامان چی د واده یا خیرات کی استعمالیږی

علی مرجان حليمزوی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد زکات پرته له هغو چې په قرآنکريم کې ذکر شوي دي ، نور په عامه خيره کارونو کې د زکات لګول او مصرف جايز نه دی او په دې سره زکات نه صحي کيږي لکه : د جومات جوړول ، پلونه جوړول ، ويالې او لارې جوړل او روغول ، د مړو تکفين ، د قرضونو خلاصول ، د مېلمو د پالنې پراختيا ، د جهاد وسائل ځکه چې په هغه کې تمليک او قبض نه راځي ، ديني کتابونه او نور چې په هغه کې تمليک نه راځي ، ځکه چې الله تعالی د زکات د مصارفو ځايونه داسې بیان کړي دي :

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ( التوبه ۶۰ ).

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (بنديانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

جاء في فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

اتفق جماهير فقهاء المذاهب (1) على أنه لا يجوز صرف الزكاة إلى غير من ذكر الله تعالى من بناء المساجد والجسور والقناطر والسقايات وكري الأنهار وإصلاح الطرقات، وتكفين الموتى، وقضاء الدين، والتوسعة على الأضياف، وبناء الأسوار وإعداد وسائل الجهاد، كصناعة السفن الحربية وشراء السلاح، ونحو ذلك من القرب التي لم يذكرها الله تعالى مما لا تمليك فيه؛ لأن الله سبحانه وتعالى قال: {إنما الصدقات للفقراء} [التوبة:60/9] وكلمة «إنما» للحصر والإثبات، تثبت المذكور وتنفي ماعداه، فلا يجوز صرف الزكاة إلى هذه الوجوه؛ لأنه لم يوجد التمليك أصلاً.
(1) الدر المختار ورد المحتار: 81/2، 83، 85، البدائع: 45/2، الشرح الكبير: 497/1، المهذب: 170/1، 173، المغني: 667/2، القوانين الفقهية: ص111، أحكام القرآن لابن العربي: 957/2.

د مېلمنو د پراختيا يا د کلې د مړي او ژوندې سامانو اخيستلو کې زکات مصرفول جايز نه دي او په دې سره زکات نه صحي کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟