محترمو اوزړه ته رانږدې داسلام خدمت ګارانو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
الله پاک ددرته داسترخدمت قبول کړي واقعا سترخدمت ده دالله پاک نه درته نورهم توفیق غواړم مستقیم اوسی.
پوښتنې خوډیرې دي خوداځل پوښتنه دې باره ک کوم چ که یومسلمان غټ قسم اووعده دالله سره وکړي دیوکاردنه کولو خوبیاهغه کاروشي قسم مات شي ایاداانسان که توبه اوباسې تکرارا مطلب یوه ګناه کوي بیاتوبه وباسي الله پاک ته قسم کوی چ بیابه یی نه کوم خوبیاورنه وشي داڅنګه ده اوس څه کول په کاردي
عبدالله افغان – سعوي عربستان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نصوح (قبولې شوې ) توبې لپاره څلور شرطونه دي :
۱- د ګناه في حال ترک کول او پرېښودل .
۲- د تير وخت په ګناه پښېمانه کېدل .
۳- کلک عزم کول چې په راتلونکي کې به دا ګناه هيڅکله نه کوم .
۴- که د بنده په حق پورې اړه ولري د هغه څخه معافي او بښنه غوښتل .
جاء في موسوعة الفقهية :
ذَكَرَ أَكْثَرُ الْفُقَهَاءِ وَالْمُفَسِّرِينَ أَنَّ لِلتَّوْبَةِ أَرْبَعَةَ شُرُوطٍ : الإِقْلاعَ عَنِ الْمَعْصِيَةِ حَالا ، وَالنَّدَمَ عَلَى فِعْلِهَا فِي الْمَاضِي ، وَالْعَزْمَ عَزْمًا جَازِمًا أَنْ لا يَعُودَ إِلَى مِثْلِهَا أَبَدًا . وَإِنْ كَانَتِ الْمَعْصِيَةُ تَتَعَلَّقُ بِحَقِّ آدَمِيٍّ ، فَيُشْتَرَطُ فِيهَا رَدُّ الْمَظَالِمِ إِلَى أَهْلِهَا أَوْ تَحْصِيلُ الْبَرَاءَةِ مِنْهُمْ( الموسوعة الفقهية /جزء ۱۴ ص ۱۲۰) .
د توبې لپاره پورته ارکان او شرايط دي ، توبه د بنده او الله تعالی تر مينځ پټ راز دی او بس او که د بنده حق وي هغه نه د معافي غوښتل پکار دي ، نور د توبې لپاره قسم کولو ته ضرورت نشته .
د توبې ماتول څه حکم لري :
پورته د نصوح توبې شرايط ذکر شول چې يو شرط دا وو چې سړي به بيا هغه ګناه نه تکراروي ، کچېرې بنده د ګناهونو څخه نصوح توبه وکړي داسې دی لکه هيڅ ګناه چې نه وي کړې ، مګر که څوک توبه ماته کړي ، هغه ته پکار ده چې بيا توبه وکړي او الله تعالی ته رجوع وکړي او مايوسه نشي .
د ماتې شوې توبې په اړه د فقهاء کرامو اقوال دا دي :
اول : کچېرې څوک کلکه توبه وکړي خو بيا ګناه ته ور وګرځي او توبه ماته کړي ، نو د مخکې وخت توبه يې قبوله ده د هغه وخت ګناه يې محوه او مخکنی توبه يې نه باطليږي ، بلکي د توبې ماتول داسې دي لکه د ګناه پيل .
په دليل د دغه حديث شريف :« التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لا ذَنْبَ لَهُ» ( د ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هغه چې هيڅ ګناه نه وي کړې ) .
دوهم قول : او ځينې فقهاؤ وايي چې ګناه ته ګرځيدل په شان د لومړی ګناه دی ، يعنې داسې دي لکه د ګناه دوام ، ځکه د ګناه نه توبه کول داسې دي لکه د کفر نه اسلام ته رجوع کول .
کله چې کافر اسلام ته رجوع وکړي نو تير ګناهونه يې بښل کيږي مګر که مرتد شي لومړی ګناه يې هم حسابيږي .
جاء في الموسوعة الفقهية :
فَإِنْ عَاوَدَهُ مَعَ عَزْمِهِ حَالَ التَّوْبَةِ عَلَى أَنْ لا يُعَاوِدَهُ صَارَ كَمَنْ ابْتَدَأَ الْمَعْصِيَةَ ، وَلَمْ تَبْطُلْ تَوْبَتُهُ الْمُتَقَدِّمَةُ ، وَلا يَعُودُ إِلَيْهِ إِثْمُ الذَّنْبِ الَّذِي ارْتَفَعَ بِالتَّوْبَةِ ، وَصَارَ كَأَنْ لَمْ يَكُنْ وَذَلِكَ بِنَصِّ الْحَدِيثِ : ” التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لا ذَنْبَ لَهُ ” (1) .
وَقَالَ بَعْضُهُمْ يَعُودُ إِلَيْهِ إِثْمُ الذَّنْبِ الأَوَّلِ ؛ لأَنَّ التَّوْبَةَ مِنَ الذَّنْبِ بِمَنْزِلَةِ الإِسْلامِ مِنَ الْكُفْرِ ، وَالْكَافِرُ إِذَا أَسْلَمَ هَدَمَ إِسْلامُهُ مَا قَبْلَهُ مِنْ إِثْمِ الْكُفْرِ وَتَوَابِعِهِ ، فَإِذَا ارْتَدَّ عَادَ إِلَيْهِ الإِثْمُ الأَوَّلُ مَعَ الرِّدَّةِ .
♣♣♣♣♣♣♣
په هر حال مسلمان ته پکار ده چې توبه وباسي او الله تعالی ته رجوع وکړي :
الله جل جلا له په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګناهکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :
قوله تعالی :يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )
ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
انس رضی الله عنه وايي: آوريدل مې چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايل ::
«قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً، لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»(الترمذي حديث حسن)
ژباړه : ای د ادم زويه ، کله چې ته ما بولي او په ما اميد لرې تا به د هغه څه په وجه چې تا لره دي ( د اعمالو په وجه ) بښم او ستا هيڅ پروا نلرم ، ای د آدم زويه ، کچېرې ستا ګناهونه د آسمان ورېځو ته ورسيږي او هغه وخت زما څخه بښنه وغواړي زه تاته بښنه کوم ، ای د آدم زويه ، کچېرې ته ما ته په داسې حال کې راشي چې ځمکه دې په ګناهونو ډکه وي خو زما سره دې څه شی نه وي شريک کړي زه به د مغفرت او بخشش څخه د ډکې ځمکې سره ستا په لور درشم .
و بالله توفيق