د کعبې شريفې د پردو او ديوالونو مچې کول څه حکم لري ؟

محترمو استادانو السلأم علیکم و رحمهّ الله و برکاهّ!زم

ا پوښتنه داده کله چه حاجیان په مکه مکرمه طواف کوی نو ډیر حاجیان په کعبه شریفه باندی لأسونه وهي او ښکل کوی يی آیا دا کار ګناه ده او کنه ستاسو د معلوماتو په هیله الله مو مل شه.

بشارت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حجر اسود مچې کول او استلام کول او همدارنګه د رکن يماني مسحه کول سنت دي په شرط ددې چې خلکو ته ضرر او تکليف ونه رسيږي ، کچېرې ازدحام وي او خلکو ته تکليف رسيږي ترک يې غوره دی ځکه مچي کول او مسحه کول سنت مګر خلکو ته د ضرر رسولو نه ځان ساتل سنت دي .

جاء في ردالمحتار علی الدرالمختار ۲/۱۶۶ :

فَاسْتَقْبَلَ ( الْحَجَرَ مُكَبِّرًا مُهَلِّلا رَافِعًا يَدَيْهِ ) كَالصَّلاةِ ( وَاسْتَلَمَهُ ) بِكَفَّيْهِ وَقَبَّلَهُ بِلا صَوْتٍ , وَهَلْ يَسْجُدُ عَلَيْهِ ؟ قِيلَ نَعَمْ ( بِلا إيذَاءٍ ) لأَنَّهُ سُنَّةٌ وَتَرْكُ الإِيذَاءِ وَاجِبٌ .

و جاء في الموسوعة الفقهية:

إِذَا كَانَ فِي الطَّوَافِ زِحَامٌ وَخَشِيَ الطَّائِفُ إِيذَاءَ النَّاسِ فَالأَوْلَى أَنْ يَتْرُكَ تَقْبِيلَ الْحَجَرِ الأَسْوَدِ وَاسْتِلامَهُ ، لأَنَّ اسْتِلامَ الْحَجَرِ الأَسْوَدِ سُنَّةٌ وَتَرْكَ إِيذَاءِ النَّاسِ وَاجِبٌ فَلا يُهْمَلُ الْوَاجِبُ لأَجْلِ السُّنَّةِ (موسوعة الفقهية ۱۷/۱۰۷ ).

مګر د حجر اسود څخه پرته د کعبې شريفې د پردو ، ديوالونو او نورو ځايونو مچې کول بدعت دی او په هغه باندې دسمالونه وهل او او مسحه کول او بيا د هغه دسمالونو مبارک ګڼل هيڅ اصل نلري .

حضرت عمر رضی الله عنه به ويل : زه پوهيږم چې ته ډبره يې نه ګټه رسولای شي او نه ضرر ، کچېرې نبی صلی الله عليه وسلم نه وای مچې کړې ما نه مچې کولی .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

تقبيل أي مكان في الأرض بدعة إلا الحجر الأسود ولولا الإتباع لكان تقبيل الحجر الأسود بدعة وكان عمر رضي الله عنه الله عنه يقول ( إني أعلم أنك حجر لا تضر ولا تنفع ولولا النبي صلى الله عليه وسلم  قبلّك ما قبلتك ) لذلك لا يجوز تقبيل أستار الكعبة أو الحجرات أو الركن اليماني أو المصحف وكذلك التمّسح به إذا كان من أجل التبرك به إذ أن مسحه للتعبد فقط .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟