اسلام علیکم
لومړی پوښتنه: که چیری یو شخص د بل شخص سره مرسته کوی او د مرستکونکی مال حرام وی دوهم شخص چی مرسته اخلی نوموړی په دغه پوه شی چی دا مال حرام دی ایا دا مال تری واخلی که نه؟
دوهمه پوښتنه: په یوه اطاق یا حویلی کی د کافر سره د مسلمان ژوند کول جواز لری که نه؟
سيد وحيدالله – روسيه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د لومړي سوال ځواب
کچېرې سړی په دې باندې علم ولري چې د يو کس زياته برخه مال حرام دی ، د سود ، ظلم ، غصب ، غلا او نورو څخه دی نو هغه کومک ، سوغات قبلول او خوړل جايز نه دي .
مګر که زياته برخه مال يې حلال وي د سوغات او کومک قبلول يې باک نلري ، جايز دی .
قال السمرقندي من الحنفية: ولو أن رجلاً أهدى إليه إنسان يكتسب من ربا أو رجل ظالم يأخذ أموال الناس أو أضافه، فإن كان غالب ماله من حرام، فلا ينبغي له أن يقبل ولا يأكل من طعامه. انتهى.
وقال ابن نجيم في الأشباه والنظائر: إذا كان غالب مال المهدي حلالاً، فلا بأس بقبول هديته وأكل طعامه ما لم يتبين أنه من حرام، وإن كان غالب ماله الحرام لا يقبلها ولا يأكل. انتهى.
د دوهم سوال ځواب :
کوم شرايط چې اسلامي شرعيت د غير مسلم سره د تعامل او سلوک لپاره مقرر کړي دي لکه : د هغوی د عقايدو څخه نفرت کول ، د خپلو دينې اسلامي شعائرو ښکاره کول او نور
واضح خبره ده چې د دغو شرايطو ساتل ګران دي ، انسان ضعيف دی او که دغه شرايط ونه ساتل شي د ايمان د زوال وېره ده ، پس ددې وېرې پر بنا د غير حرفي کافر ( هغه کافر چې د مسلمانانو سره د جنګ په حالت کې نه وي ) په يو اتاق او يو ځای کې اوسېدل صحي نه دي او ددې کار نه ځان ساتل پکار دي .
او کوم چې حربي کفار دي کوم چې د مسلمانانو سره جنګيږي او اسلامي هيوادونه يې اشغال کړي دي ، د هغوی سره هيڅ قسم تعامل جايز نه دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
والله أعلم.