ميرمن پر خپل نامه بلل

داسلامې لارښود محترمو چلونکو ته

اسلام علیکم ورحمت الله وبره کاته .هیله ده چې جو ړ او روغ به یاست. دوه پوښتنې لرم هیله چې دشرعې په رڼا کې جواب راکړۍ ۱- دخپل دژوند ملګرې )(ښځې ) ته دهغې په خپل نوم  اواز کول خو کوم شرعې محدودیت نه لرې؟۲ فاسق،مرتد اوزندیق چاته ویل کیږې ؟ که هر یو جلا جلا تعریف کړۍ مهربانې به مووې .مننه

غلام فاروق – شارجه امارات متحده


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خپله ميرمن پخپل نامه سره بلل جايز دي ، رسول صلی الله عليه وسلم به ام مؤمنين عايشې او نورو ته پخپل نامه خطاب کولو ، عايشه رضی الله عنها روايت کوي :

« يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ »

(ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي ) . متفق عليه.

د دوهم سوال ځواب

فاسق : عام لفظ دی کافر ، کبيره ګناه کوونکي او د شرعيت خلاف عمل کوونکي ته وايي .

زنديق : څو معناوې لري :

هغه کس چې په ماده ايمان لري دهريه .

هغه کس ته وايي چې یوازې د محبت له مخې د الله تعالی عبادت کوي .

مګر ايمان د رجاء او خوف په مينځ کې دی ، مؤمن به د محبت ، د رحمت هيله او خوف دواړو سره د الله تعالی عبادت کوي .

مرتد : هغه کس ته وايي چې د اسلام څخه کفر ته اوښتی وي .

 

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟