يو قسم خوراک دي(سمنک يا څمنک) چې په افغانستان کې يې خلک پخوي او دا د غنمو نه تياريږي غنم ۱۵ يا ۲۰ روځې په اوبو کې پټ په يو ځاي کې کيږدي او بيا يې پخوي او کومه نشه هم پکې نشته۔ يعنې د دې پخول د نوروز او نظر وروځو نه علاوه څنګه دي۔۔ ستاسو چټک ځواب زمونږ لپاره ارزښمند دې۔ مننه۔۔۔عابد سعادت
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په خوراکي شيانو کې اصل حلالوالی دی فقهې قاعده ده چې « الأصل في الأشياء الحل»
مګر دا چې د انسان د صحت لپاره ضرر ولري او يا نيشه لرونکي وي حرام دي .
الله جل جلا له فرمايي : وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (الاعراف ۱۵۷)
الطيبات (پاک څيزونه ) ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، خوندور وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ، او هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .
او بل دا چې د اسلام عمومي قاعده چې (لا ضرر ولا ضرار ) په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .
أم سلمة رضي الله عنها وايي: نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتر (احمد و ابوداود).
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټو لو نشه کوونکو او بې حسه او ضعیف کوونکو شيانو څخه منع فرمايې ده .
د سمنک خوراک نيشه نلري ولې دا چې د انسان بدن ته ګټه لري که زيان؟ آیا په هغه باندې جراثيم او ميکروبونه حمله کولای شي او که نه ؟ په طبي څيړنو پورې اړه لري کچېرې يې ضرر ثابت شي نو خوړل يې ناجايز او که بې ضرر ثابت نه شي خوړل يې جايز دي ، په تأسف چې زمونږ سره دا څيړنې په لاس کې نشته .
و الله سبحانه وتعالی اعلم