د سهار له لمانځه بعد خوب کول سنګه دی ؟
عطاء الله هلال
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سهار د لمانځه وروسته خوب کول مکروه دي
په موسوعة الفقهيه کې راغلي :
او له مکروه خوب څخه : پړمخې پرېوتلو سره خوب کول ځکه چې داسې پرېوتل الله تعالی ته خوښ نه دي ، د غوړو لاسونو سره خوب کول ( چې لاسونه يې مينځلې نه وي ) ځکه ددې څخه ناروغي پيدا کيږي ، او په عرفات کې د درېدو پر مهال خوب کول ځکه چې دا د دعا او عاجزۍ وخت دی او د سهار لمانځه وروسته خوب کول ځکه چې دا د نفقې او رزق د ويشلو وخت دی .
وَمِنَ النَّوْمِ الْمَكْرُوهِ : نَوْمُ الرَّجُلِ مُنْبَطِحًا عَلَى وَجْهِهِ فَإِنَّهَا ضِجْعَةٌ يُبْغِضُهَا اللَّهُ تَعَالَى ، وَالنَّوْمُ وَفِي يَدِهِ رِيحُ لَحْمٍ وَنَحْوِهِ ، وَالنَّوْمُ بِعَرَفَاتٍ وَقْتَ الْوُقُوفِ لأَنَّهُ وَقْتُ تَضَرُّعٍ ، وَالنَّوْمُ بَعْدَ صَلاةِ الْفَجْرِ لأَنَّهُ وَقْتُ قِسْمَةِ الأَرْزَاقِ (الموسوعة الفقهية ۴۲/۱۷ ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم