سلام علیکم گرانو استادانو زه یو پشتنه لرم هغه داده چی زما یو دوکان دی د زرو کباری موترانو سامانونه او نتان او سامان دی کم ازکم 30000کیلو مال دی په دوکان کی ده د مال حساب ول دیر مشکل کار دی خو صرف دا دری کاله کیژی زه دماکیت سخه یو کس راوغوارم چی هغه هم داکار کوی چی داحساب رامعلوم کری میسال دا مال زه په د80روپی سخه کیلو بیا دتر140پوری راورم میکس نو اوس زه دزکات په هکله سه وکم یعنی هغه زره تحریکه ایختار کرم که سنه گه ستاسو دزواب په هله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د دوکان د مالونو د حساب غوره طريقه دا ده چې کله د کال په آخر کې د زکات نيټه را ورسيږي مثلاً د روژې مياشت نو په دوکان کې به ټول مالونه د ورځنې نرخ له مخې حساب کړي ، د اخيستلو نرخ به په نظر نه نيسي بلکي د حساب د وخت موجوده نرخ به په نظر کې نیسي مالونه به حسابوي او دا به هم په نظر کې نه نيسي چې په کوم کال پوره شوی او په کوم نه دی پوره شوی ، هر څومره پانګه چې شوه د هغه څلويښتمه برخه په زکات کې ورکول کيږي .
او تاسې مو د خپل دوکان مالونه د ورځنې نرخ له مخې د خپل توان موافق حساب کړئ .
و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .
جاء في فقه الاکاديمية الاسلامية :
أفضل طريقةٍ تبرأ بها الذمة لإخراج زكاة الراتب، أن يحدد يومًا في السنة، وليكن هذا اليوم في رمضان، فإذا جاء شهر رمضان، ينظر ما لديه في حسابه، فإن بلغ النصاب، فإنه يزكيه ، ويخرج المال (فقه الزکاة / دوکتور راشد بن عثمان ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم