د اسلامی لارښود محترمو همکارانو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
وروسته له سلام نه زما پوښتنه داده چه زه د شکر د ناروغی تکلیف لرم او په روژه کی می ډیر زیات تکلیف کوی حتی بعضی وخت می فشاد ډیر لور شی چه د ضعف تر کچی پوری ورسیژی . نو پوښتنه می داده چه زه روژه ونیسم او که فدیه ورکرم ؟؟ او که فدیه ورکرم نو کومه اندازه د شریعت د نګاه نه معتبره ده . د تاسو د نه ستری کیدونکو همکاریو نه یوه دنیا مننه کوم . او الله مو په دراینو کی کامیاب او سرلوری لره.
نوټ :- تاسو په یو ځای کی لیکلی وو چه نیم صاع غنم یا ۱.۶۶ Gr غنم دی نو زه د.
مننه
صالح محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه اسباب چې د هغو په وجه روژه خوړل جايز دي يو هم سخت مرض دی .
مرض څلور حالتونه لري :
اول حالت : دا چې د روژې نيول په مرض باندې اثر نه لري لکه : زکام ، خفيفه تبه ، کم درد او نور ، په داسې حالت کې د روژې خوړل جايز نه دي .
دوهم حالت : د روژې نيول ورته مشکل وي مګر مرض ته زيان نلري په دې حالت کې د روژې خوړل سنت او نيول يې مکروه دي .
دريم حالت : دا چې د روژې نيول ورته مشکل او مرض ته زيان ولري نو په دې حالت کې د روژه نيول حرام دي .
څلورم حالت : دا چې د روژې نيول او خوړل ورته مساوي وي نو په دې صورت کې د روژې نيول غوره دي .
د لوړې درجې شکر مريض ته د روژې خوړل جايز دي کچېرې د مرض د ښه کېدو هيله وي قضايي به ادا کړي او که نه د هرې ورځ په بدل کې به فديه ادا کوي ، فديه نيم صاع غنم يا د هغه قيمت ورکول دي .
نيم صاع (1.65-1.9 ) کيږي چې احتياطاً (1.9) کيلو ګرام په نظر نيول پکار دی .
المرض: معنى يوجب تغير الطبيعة إلى الفساد، وهو يجيز الفطر كالسفر، للآية السابقة: {فمن كان منكم مريضاً أو على سفر، فعدة من أيام أخر} [البقرة:185/2].
الدر المختار:158/2-168، مراقي الفلاح: ص115-117،
الحالة الأولى: ألا يتأثر بالصوم، يعني إذا صام لا يؤثر الصوم على مرضه، مثل ماذا؟ مثل الزكام، الصداع، فهذا لا يجوز له الإفطار، لأن الصيام لا يضره.
الحالة الثانية: يشق عليه الصوم، لكن لا يضره، فهذا يسن له الفطر، ويكره له الصيام.
الحالة الثالثة: أن يشق عليه الصوم ويضره، مثل الذي لديه غسيل الكلى، هذا يشق عليه الصوم، ويضره إذا لم يأخذ الأدوية، مثل الذي لديه مرض السكر، وهذا المرض لا يستطيع أن يتأقلم مع الصيام، لأنكم تعرفون أن مرض السكر درجاتٌ، فهذا يشق عليه الصيام، ويتضرر به، فهنا يحرم عليه الصيام.
الحالة الرابعة: أن يستوي عنده الفطر، ويستوي عنده الصيام، فهنا الأفضل في حقه الصوم، وهذا لعدة اعتباراتٍ، من هذه الاعتبارات: إدراك فضيلة الصيام في نهار رمضان، ومنها كذلك: أنه أبرأ لذمته.
الذي مرضه مستمرٌ كالذي لديه سكر ولا يستطيع أن يصوم نهار رمضان أو الذي لديه غسيل كلى مستمرٌ ونحو ذلك، فهذا يسمى مريضًا لا يرجى برؤه، فهذا الواجب عليه أن يطعم عن كل يومٍ مسكينًا، لكل مسكينٍ مد برٍّ أو نصف صاعٍ من شعيرٍ ،
و الله اعلم