د نړۍ تر ټولو ګرانبيه فوټبالر په مکه کې

د نړۍ تر ټولو ګرانبیه فرانسوی فوټبال لوبغاړی پال پوګبا په دې ورځو کې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلي ښار مکه معظمه کې دی.

نوموړی د روژې میاشتې په پار هلته شپې ورځې تېروي.

د نړیوال فوټبال فرانسوي لوبغاړي پال پوګبا د یکشنبې په ورځ له مکې معظمې یو انځور خپور کړی او لیکلي یې دي چې: “تر ټولو ښکلی شی چې ما په ژوند کې ولید”.

پر دې سربېره یې یوه بل ټوېټ کې ټولو ته د روژې مبارکي ویلې: “روژه میاشت مو مبارک شه”.

ویل کېږي دا ۲۴ کلن فوټبالر تېر کال هغه مهال تر ټولو ګرانبیه لوبغاړی شو چې د برتانیا مانچسټر یونایټېډ کلب یې له ایټالوي کلب یووینټس څخه د ۸۹ میلیون پونډو په بدل کې ترلاسه کولو پرېکړه وکړه.

د چهارشنبې په ورځ د اروپا لیګ جام پایلوبه کې پال پوګبا د مانچسټر یونایټېډ له خوا ګډون کړی و.

د دې لوبو په پای کې پال پوګبا له یوه بکس سره خپله ویډیو خپره کړه او ویې ویل “د عبادت لپاره د سفر موزې پر پښو کوي او د عمرې لپاره ځي”.

له دې مخکې هم پوګبا یو ځل مکې معظمې ته تللی او د اسلام پنځم رکین یا ستن (حج) یې کړی دی.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟