بخنه غوارم زه روسيه كه اوسم دلته يو مسجد شته هغه هم يو دغت دوكان په رقم دي هغه هم په موتر كه چي ورزي ١٥-٢٠ دقيقو پوري به ورشي خو نه يي ملا پيژنم چي سوگ دي سه رقم انسان دي خو دومره به درته ووايم چي نه مي ليدلي دي نو اوس غوارم پوه شم چي د جمعي لمونځ راباندي فرض دي يعني زه سه وكړم مننه
جاويد – روسيه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د جُمعې لمونځ په هر عاقل ، بالغ ، آزاد، مقيم او نارينه باندې فرض عين دی .
په ماشوم ، ليوني ، غلام ، مسافر ، ښځه او مريض باندې واجب نه دی .
لقوله سبحانه وتعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع] (الجمة ۹ ).َ
ژباړه: مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .
تجب الجمعة على كل مكلف (بالغ عاقل) حر، ذكر، مقيم غير مسافر، بلا مرض ونحوه من الأعذار، سمع النداء، فلا تجب على صبي ومجنون ونحوه، وعبد، وامرأة ومسافر، ومريض، وخائف وأعمى وإن وجد قائداً (فقه الاسلامي وادلته ،الدر المختار: 762/1-764، البدائع: 256/1).
هغه څوک چې د سستی له وجې د جُمعې لمانځه ته نه ځي د هغه په باره کې سخت وعيد راغلی دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من ترك الجمعة ثلاث جمع تهاوناً، طبع الله على قلبه» (صحيح الحاکم و اصحاب السنن)
ژباړه: څوک چې د سستی له وجې د دريو جمعو لمونځونه ترک کړي الله تعالی به د هغه په زړه باندې مهر ولګوي .