د علم او پوهوهې پيژندنه او ارزښت

لیکنه: استاد حافظ مطیع الله هدایت

د علم او معارف تعريف:  علم د عين په کسرې سره د جهل خلاف پوهې ته ويل کيږي.

د عين په فتحې سره فعل دی يانې ښوونه يې ورته وکړه لاره يې ور وښودله.

په اصطلاح کې: علم د اخيستنې په مانا باندې راځي، يانې کله چې ښوونکی درس ورکوي او زده کوونکي ورته غوږ نيسي، دلته د زده کوونکو غوږ نيول او د ښونکي له درس څخه يو څه اخيستل علم  بلل کيږي.

د علم غرض: د جهل څخه د رڼاګانو په لور باندې تلل دي.

د علم ضرورت: علم ته ځکه زيات ضرورت دی چې د پرمختګ او روښنايی يوازنۍ لاره علم دی، بل دا چې د علم زده کړه په مسلمانانو باندې فرض ده په حديث شريف کې راځي:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ” شعب الإيمان – (3 / 195)

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” اطْلُبُوا الْعِلْمَ وَلَوْ بِالصِّينِ، فَإِنَّ طَلَبَ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ” ” هَذَا حَدِيثٌ مَتْنُهُ مَشْهُورٌ، وَإِسْنَادُهُ ضَعِيفٌ ” وَقَدْ رُوِيَ مِنْ أَوْجُهٍ، كُلُّهَا ضَعِيفٌ. شعب الإيمان – (3 / 194)

 

د علم اهميت:

۱. علم د الله ج له اوه ذاتي صفتونو څخه يو دی الله جل جلاله پخپله عالم، عليم، بصير، سميع، او د نورو سترو او ښکلو صفتونو خاوند دی.

په قران کريم کې علم د نورو سپېڅلو صفتونو څخه زيات يانې (۵۸۲) ځلې ذکر شوی دی، که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه يې ولټول شي، نو دا شمير نور هم زياتيږي.

۲. د قران کريم لومړی آيت او ددغه ايت لومړني توري (اقرء) په ټکي پيل شوي دي او يوه نړۍ حکمت پکې پروت دی، بناء د علم لوړ مقام، اهميت اندازه يې تر هر بل دين، مکتب، او مسلک لوړ دي.

۳. قلم او ليکنه دومره مهمه ده چې الله ج ورباندې قسم خوړلی دی. الله ج فرمايلي (ن والقلم ومايسطرون)

۴. د انسان پوهې ته اسلام تر حده زياته پراختيا ورکړې ده،ځکه الله ج آدم عليه سلام ته د ټولو شيانو نومونه ور ښودلي دي.

 

د علم ګټې:

الف دنيوي ګټې :

  • د ماشومانو هراړخيزه وده پياوړې کوي.
  • غربت له منځه وړي او اقتصادي د پياوړتيا راولي.
  • وګړي ټولنيزکوي، او انسانيت پکې منځ ته راځي.
  • سياست او ښه حکومت ولي رامنځ ته کوي.

ب- اخروي ګټې:

عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ مُطَرِّفٍ قَالَ: ” فَضْلُ الْعِلْمِ أَفْضَلُ مِنْ فَضْلِ الْعِبَادَةِ، وَخَيْرُ دِينِكُمُ الْوَرَعُ ” شعب الإيمان – (3 / 227).

عن ابن عباس قال : إن الذي يعلم الناس الخير يستغفر له كل دابة حتى الحوت في البحر،  كتاب العلم – (1 / 9).

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ مَرْفُوعًا: ” يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الْعُلَمَاءُ، ثُمَّ الشُّهَدَاءُ ” شعب الإيمان – (3 / 227).

وعن أنسٍ – رضي الله عنه – قَالَ : قَالَ رسولُ الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَنْ خَرَجَ في طَلَبِ العِلْمِ فَهُوَ في سَبيلِ اللهِ حَتَّى يَرْجِعَ )). رواه الترمذي ، وقال: (( حديث حسن )) .

د جهل او بې علمی ضررونه:

  • د انسانيت څخه لرې پاتې کيدل.
  • د غربت او ضعيف اقتصاد تر چتر لاندې ژوند تيرول.
  • د خپلو او ټولنې د وګړو حقوقو څخه نا خبري.

له جهل څخه علم او معارف ته د رسيدو لارې چارې:

۱. ددولت ځانګړې پاملرنه د ګران وطن د علم برخې ته.

۲. د ولسونو ځانګړې همکاري.

۳. د پلرونو ځانګړې پاملرنه خپلو زامنو ته.

۳. د ښوونکو ځانګړې پاملرنه خپلو زده کوونکو ته.

۴. د ښوونځي شورا ځانګړې پاملرنه د ښوونځي زده کوونکو ته.

۵. د علماء بشپړه همکاري.

۶. د ښځو ځانګړې پاملرنه.

۷. د ځوانانو ځانګړې پاملرنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟