د هود عليه السلام د قوم (عاديانو) حالت! او د افغانستان د اوسني حالت سره يې ورته والی!

ژباړه: مطيع الله هدايت

د هود عليه السلام قوم ( عاديانو) هم بل کار نه درلودو، يوازې خوراک او څښاک يې کولو، بې ګټې او عبث ژوند يې تېرولو، په دوی کې ځينو په نورو دخپلو لوړو (دنګو) او لويو ودانيو له امله فخر کولوو، د دوی مالونه (سرمايه)  په لوړو لوړو ودانيو مصرفوله، دوی هر خالي ځای او لوړه ځمکه همداسې نه پرېښوده، په هغه يې ودانۍ جوړولې، لوړ لوړ بلډينګونه يې جوړول، دوی داسې کورونه جوړول لکه دوی چې دتل لپاره ژوند پکې کوي او هيڅ کله نه مړه کېږي، دوی دضرورت غير هم ودانۍ او بنګلې جوړولې، په داسې حال کې چې نورو خلکو د خوراک، څښاک  او اغوستو لپاره څه نه شو پيداکولای، په دوی کې بې وزلو (غريبوخلکو) دومره ځای نه شو پيداکولای چې شپه پکې تېره کړي، دوی دومره کورونه لرل چې، د اوسېدو لپاره يې ورته څوک نه لرل (خالي ولاړ وو) چا به چې دوی او د دوی ماڼۍ وليدې، پوهيدل چې دوی د آخرت په ورځ ايمان او باور  نه لري، دوی ته به چې هود عليه السلام ددين دعوت ورکولو دوی به په هغه ملندې او مسخرې کولې، بالاخره له سختې وچکالی سره مخ شول،  هره ورځ به باران ته انتظار وو، اسمان ته به يې کتل، ناڅاپه يې يوه ورځ وريځ وليده چې، د دوی خواته راځي، دوی ډېر خوشحاله شول، دوی داسې نارې وکړې: داده د باران وريځ، دا ده دباران وريځ، دوی له خوښی رقص (نڅا) کوله، ځينو به نورو ته ويل: هغه ده دباران  وريځ هغه ده دباران وريځ.

په دې سره هود عليه السلام پوه شو چې عذاب راغی، هود عليه السلام دوی ته وويل: دا د مهربانی وريځ نه ده، بلکې دا باد (طوفان) دی او سخت دردوونکی عذاب دی پکې، همداسې وشول، سخت باد را غی، دوی داسې باد مخکې نه وو ليدلی، تيز باد راغی ونې يې له ريشو وايستلې، کورونه يې وران کړل، حيوانات يې پورته کړل، لرې لرې يې وغورځول، د دښتو شګې هم پورته شوې، فضا ټوله تياره شوه، دوی هيڅ نه ليدل، د دوی په زړونو کې وېره ننوتله، دوی خپلو کورونو ته ننوتل، دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې، ماشومانو دخپلو مورګانو په غاړو کې لاسونه ور واچول، دوی په دېوالونو پورې ونښتل، دوی غارونو ته ننوتل، ماشومانو ژړل، ښځو چېغې وهلې، يو چا وويل: نن ورځ د الله  جل جلاله څخه غير بل ساتونکی نشته. دا حال او وه شپې او اته ورځې وو، په دې سره ټول قوم هلاک شو، دوی داسې پراته وو لکه د خرما ونې چې په ځمکه لوېدلې وي، دا يوه حيرانوونکې ننداره وه، خلک مړه وه، مرغانو خوړل، کورونه وران وو، يوازې هود عليه السلام او مؤمنانو د خپلو ايمانونو له امله نجات وموند، عاديان د خپل کفر، غرور، تکبر، ظلم او داسلام سره د دښمنی له امله هلاک شول، په رښتيا چې عاديان په خپل رب کافران وو، د هود عليه السلام  قوم عاد دی، لرې دې وي (ورک دې وي).

 

درنولوستونکو!

له تفکر وروسته به درته مالومه شي چې د افغانستان اوسنۍ حالت هم کټ مټ همداسې دی، که داسې نه وي خپل نظر مو کمينټ کې وليکئ.

یو فکر د “د هود عليه السلام د قوم (عاديانو) حالت! او د افغانستان د اوسني حالت سره يې ورته والی!

  1. ماشاءالله، هدایت صیب، ډیره په زړه پورې لیکنه دې کړې ده، الله دې اجرونه درکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟