🌐 دعوت نیوز.کام – د هدایت رڼا، د اصلاح غږ 🌟
✅ توحید ته بلنه:
یواځې د الله جل جلاله عبادت ته رابلنه، له شرک او بدعت څخه خلاصون.
✅ د اخلاقو او کردار سمونه:
پاکه، عادلانه او اخلاقي ټولنه جوړوو.
✅ د اسلام ښکلا خپرونه:
رحمت، انصاف او حق په زړه پورې انداز کې خلکو ته رسوو.
✅ د اخرت لارښوونه:
د دنیا تر څنګ د نجات منزل ته چمتووالی.
✅ یووالی او اصلاح:
د بدیو پر ضد یو موټی ملت جوړوو.
✅ د انبیاؤ مشن ته دوام:
موږ د الله د پیغام رسوونکي یو – دا زموږ ذمه واري ده!
دعوت نیوز.کام – هر کلیک مو د خیر، فکري بیدارۍ او هدایت پر لور یو ګام دی!
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
الحمدلله نحمده ونستعينه ،ونستغفره ،من يهده الله فلامضل له ،ومن يضل فلاهادی له ، واشهد الااله الله الا الله وحده لاشريک له ، واشهدان محمد ا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم .
دعوت نیوز یوه علمي، دعوتي او تحقیقاتي پاڼه ده.
دا پاڼه په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده .
دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي .
ددې پاڼې د فعاليت هدف د اسلامې شريعت ددې حکم پلي کول دي چې الله جل جلا له فرمايي :
تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران )
تګ لياره يې د الله جل جلا له ددې حکم پر بنا ده چې فرمايي :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
د دعوت نیوز پاڼه په نړيواله سطحه خپلو لوستونکو ته په ساده او واضح ډول علوم لکه : علم عقائد ، علوم القرآن (تجويد ، قواعد عربي صرف او نحوه ، قرآن پوهنه ، تفسير او ترجمه )، علوم الحديث ،سيرت، فقه عبادات ، فقه معاملات ، فقه ميراث ، فقه احوال شخصي (نکاح او طلاق ) ، فقه جنايات ، اصول فقه ، دعوت او جهاد ، آداب شرعي او د دين ټول ضروري احکام او مسائل برابروي او په دې لاره کې شپه او ورځ کوښښ کوي تر څو په آسانه او روانه ژبه هر مسلمان ورور د نړی په هر ګوټ کې په آساني سره له هغه څخه استفاده وکړي .
دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مو چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوو او خلک ته به الهي احکام رسوو ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږو او نه شرميږو ، هدف مو د الله جل جلا له رضا ده پر الله تعالی مو توکل کړی دی ،د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرو .
که مو ددې پانې په مطالبو کې څه داسې غلطي وليدله چې خدای (جل جلاله ) مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي فوراً مو ور باندې خبر کړئ مونږ به يي ان شآء الله فوراً اصلاح کړو.
د هر مسلمان ورور چې نيت يې د دين نصرت ، اصلاح او خيرخواهي وي نيوکې ، وړانديز او نصيحت ته د قدر په سترګه ګورو .
یادونه: که غواړئ چې لیکنه مو په دعوت نیوز کې خپره شې، هیله ده چې د ایمیل له لاري يې را ولیږئ، زمونږ ادرس دی:
Dawatnews1@gmail.com
د دعوت نیوز اکس پاڼه (ټویټر)
دعوت نیوز.کام
کابل افغانستان