د بدن داخلي نړۍ ته یوه ژوره کتنه

ژباړه او اضافه خالد منصور هډه وال

1. ایا پوهېږئ؟ ستاسې سترګې نړۍ برعکس (رأساً على عقب) ویني، خو مغز دا انځور اصلاح کوي او سمه بڼه ورکوي.
تصديق: دا خبره سمه ده، د سترګو لینز انځور معکوس جوړوي، خو دماغ دا بېرته سمه بڼه ته بدلوي.

2. ایا پوهېږئ؟ خوله (عرق) پخپله بوی نه لري، خو چې د بدن پر سطحه له موجودو بکتریاوو سره یوځای شي، نو بد بوی پیدا کوي.
تصديق: دا علمي حقیقت دی، عرق بې رنګ او بې بویه وي، بکتریا د بوی سبب کېږي.

3. کله چې انسان ویده شي، د بوی حس بندېږي.
تصديق: دا هم سم دی، د خوب پر مهال د بوی حس (olfactory sense) غیر فعاله کېږي.

4. د انسان په بدن کې یو داسې ځای شته چې وینې نه ورځي، هغه د سترګې قرنیه (قرنية العين) ده.
تصديق: سمه ده، قرنیه د اکسیجن اړتیا له چاپېریال څخه پوره کوي، نه له وینې.

5. ښځې د نارینه وو په پرتله قوي بوی او لمس حس لري.
تصديق: دا هم د څېړنو له مخې تایید شوې ده، ښځې زیات حساسي حسونه لري.

6. د انسان پوزه کولی شي تر ۵۰،۰۰۰ پورې مختلف بویونه په یاد وساتي.
تصديق: دا اټکل ته نږدې شمېر دی، د انسان پوزه حیرانوونکی ظرفیت لري.

7. په انسان کې ۹۶،۵۶۰ کیلومتره اوږده رګونه (اوعیې) شته.
تصديق: دا علمي اټکل دی او سمه ده، که ټول رګونه وغځېږي، نو تر دې ډېر اوږدوالی لري.

8. د انسان د بدن نیمایي هډوکي په لاسونو او پښو کې دي.
تصديق: دا حقیقت دی، په بدن کې ۲۰۶ هډوکي دي، چې له نیمایي ډېر یې په لاسونو او پښو کې دي.

9. انسان د خبرو پر مهال په دقیقه کې ۲۹ ځل رپېږي، خو چې لوستل کوي، نو یوازې ۴ ځله.
تصديق: دا معلومات د مشاهدې پر اساس دي او سمه څېړنه یې تاییدوي.

10. ځیګر (کبد) د بدن ۵۰۰ دندې ترسره کوي.
تصديق: ځیګر ډېرې مهمې دندې لري، له ۵۰۰ زیات فعالیتونه لري لکه فلټر کول، د وینې تنظیم، او نور.

11. زړه یو خپلواک برقي سیستم لري، نو کولی شي له بدن بهر هم ضربان وکړي.
تصديق: دا حقیقت دی، زړه د خپل برقي محرک له امله د دماغ له امر پرته هم کار کولی شي.

12. د ښي اړخ سږی د چپ اړخ په پرتله زیات هوا ځای لري.
تصديق: دا خبره هم سمه ده، ځکه چې د زړه موقعیت د چپ سږي حجم لږ کړی دی.

پر سيدنا محمد صلی الله عليه وسلم درود ووايئ.

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَىٰ مُحَمَّدٍ وَعَلَىٰ آلِ مُحَمَّدٍ

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.