یوټیوب عواید او د هغي شرعي حیثیت؟

ایا یو مسلمان کولای شي چې د یوټیوب له چینل څخه عاید ترلاسه کړي؟ آیا د یوټیوب اعلاناتو له لارې پیسې ګټل حلال دي؟

ملګري د سوال الفاظ داسې دي.

🌹لومړۍ پوښتنه: ځینې خلک یوټیوب چینل جوړوي او کله چې یې سبسکرایبران له یو لک څخه واوړي نو بیا یې مونیټایز کوي، وروسته له مونیټایز کولو پیسې ورته راځي. آیا په دغه طریقه له یوټیوب څخه پیسې ګټل جایز دي په داسې حال کې چې پر چینل ګټور مواد خپروې لکه درسي سلسله.

الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب !

خلاصه د جواب دا ده محترمه چه يو څو شرطونو سره جائز دي دغه ګټه او امدني.

اول. که ويډيو تاسو نشر کړي اسلامي اصلاحي يا تعليمي تاريخي معلوماتي ټکنالوژۍ درسونه معلومات وغيره وي ليکن حرام او شريعت خلاف د ګناه ويډيو نه وي .

دويم . اشتهارونه او اعلانونه د حرام تجارت او شرکت او يا هم د يوی داسې اداري نه وي چه ګناه يا هم د دين اسلام خلاف يا يو حکم ماتوي.

دريم . اشتهارونه او اعلانونه بي حيايي په کښي نه وي اکثره د ښځو په ذريعه اشتهارونه جوړیږي چه جائز نه دي.

خلاصه دا شوه چه ويډيو او اشتهار او طريقه د اشتهار به د شريعت خلاف نه وي.

په اوسني وخت کې، د یوټیوب چینل له لارې عاید ترلاسه کول یو عام او مشهور کسب ګرځېدلی، خو د دې عاید شرعي حیثیت هغه څه دی چې ډېر مسلمانان یې په اړه پوښتنه لري.

د عاید مشروعیت:
د یوټیوب له لارې پیسې ګټل تر هغه پورې جایز دي، تر څو چې د چینل محتوا حلاله وي. که مواد دیني، تعلیمي، یا ټولنیز خیر ته ګټور وي، نو دا کار د اسلام له اصولو سره سمون لري. خو که په چینل کې فحش، دروغ، یا داسې تبلیغات وي چې حرام ته لاره پرانیزي، نو دا عاید هم ناسم دی.

د اعلانونو شرعي حکم:
د یوټیوب عواید اکثر د اعلانونو له لارې وي، او دا هغه برخه ده چې باید دقت پکې وشي. که اعلانونه د سود، قمار، یا د حرامو توکو اړوند وي، نو دا عاید ناجایز دی. خو که یوټیوب داسې اختیار ورکوي چې غیر شرعي اعلانونه بند شي، نو باید دا فیچر وکارول شي تر څو عاید حلال شي.

قرآن کریم تجارت حلال کړی، خو حرام مال ته یې سخت خبرداری ورکړی. حدیث شریف کې هم راغلي چې رسول الله ﷺ د سود، دروغ، او ناروا معاملاتو لاره بنده کړې.

عن جابر قال: «لعن رسول الله ﷺ آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهديه، وقال: هم سواء.»(صحیح مسلم)

ترجمه: «رسول الله ﷺ سود خور، سود ورکوونکی، سود لیکونکی، او د سود شاهدان لعنت کړل، او ویې فرمایل: دوی ټول یو شان دي.»

د اسلامي فقې له مخې، که د عاید سرچینه حرامه وي، نو د هغې پیسې هم د استفادې وړ نه دي.

یو مسلمان باید د عاید ترلاسه کولو لپاره محتاط وي، خپل کسب ته د اسلام له اصولو سره سمه بڼه ورکړي، او د حرامو عایداتو څخه ځان وساتي. که یوټیوب ته د حلال عاید شرایط برابر شي، نو دا عاید جواز لري، خو که د حرامو اعلانونو مخنیوی ممکن نه وي، نو دا عاید مشکوک او ناروا ګرځي.

که یو مسلمان خپل یوټیوب چینل ته د عوایدو لپاره مشروع لاره غوره کړي، د حرامو اعلاناتو څخه ځان وساتي، او د محتوا ارزونه وکړي، نو دا عاید حلال دی. خو که د حرامو اعلانونو مخنیوی نه شي، نو دا عاید مشکوک او ناروا ګرځي.

فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.

که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
دوهم سوال جدا جواب در ليږم ان شاء الله

يادونه!

وټسپ نمبر باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي

نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟