د نوښت پر لور! ـ لومړۍ برخه

لیکنه: کندار چري

ژباړه: حمیدالله حمید

خلاقیت یا نوښت په دې مانا دی، چې ته وکولای شې، د ستونزو د حل لپاره داسې څه تر سره کړې او یا یې نوي منځ ته راوړې، چې مخکې له دې چا دا ډول څه نه وي کړی او د کارونو په ګړنديتوب کې در سره پوره مرسته وکړي.
کېدای شي همدا خلاقیت او نوښت ځینې وخت د دې لپار، چې تاسو هڅه کوئ، کارونه مو ښه پر مخ ولاړ شي، له داسې یوه څه سره مو مخامخ کړي، چې تاسو یې په اړه ان فکر هم نه وي کړی، هغه به منفي وي او یا هم مثبت.
خو په هر صورت، دغه هڅه مو د دې لامل ګرځي، چې زموږ ژوند له یو نواخته حالت څخه ووځي او بدلون په کې راشي.
نو هڅه مو باید دا وي، چې خلاق و اوسو.
په ځان لازمه وګڼۍ، چې باید خلاق اوسئ:
تاسو حق نه لرئ، چې تل په یو ډول او تکراري ژوند وکړئ.
تل موخه لرونکي اوسئ او هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه کولای شئ په خپل ژوند کې بدلون راولئ ، د ښه کېدو پر لور ګام پورته کړئ او د ځان لپاره یو هوسا او په زړه پورې ماحول برابرکړئ او په خوښۍ سره په کې ژوند وکړئ.
که داسې وي، چې دېرش کاله تاسو په یوه اداره کې کار وکړئ او هر سهار د دفتر په موټر کې کار ځای ته ولاړ شئ او بېګا بیا د عملې په موټر کې کور ته را وګرځئ او په همدې یو ډول مو دا دېرش کاله تېرشي، کېدای شي دغه حالت ستاسو پر مغز منفي تاثیر وکړي او تاسو له هر ډول نوښت او خلاقیت څخه لرې وساتي.
تل هڅه وکړئ، چې تنوع طلبه اوسئ او یوه مبتکرانه روحیه ولرئ.
تاسو کولای شئ، چې کله کله له دفتر څخه د تلو لاره بدله کړئ او د شا او خوا د مغازو په اړه فکر وکړئ او ورته وګورئ.
له دندې څخه د وزګار کېدو څخه وروسته کولای شئ له بل همکار سره مو پارک ته ولاړ شئ او یا هم کله کله یوه شپه د خپلو خپلوانو کره وکړئ.
یا هم دې ته ورته نور کارونه، چې په ذهن کې مو در کرځي تر سره یې کړئ، خلاصه دا چې یو کار تر سره کړئ تر څو ژوند درته یو نواخته او یو ډول نه وي.
هڅه وکړئ مسلکي اوسئ:
په هغه څانګه او رشته کې، چې زده کړې مو په کې کړې دي لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ.
په دې برخې کې د زیاتې مطالعې په کولو سره ځان په یوه مسلکي او د دې برخې په کارپوه باندې بدل کړئ.
څومره، چې په خپله رشته کې زیات معلومات او پوه ولرئ په هماغه کچه به خلاق او نوښتګر فکر ولرئ.
علم او پوه تاسو ته هغه قوي وزرونه درکوي، چې بیا کولای شئ د خپلې خوښې هغه ځای ته پرې پرواز وکړئ، چې له دې مخکې ورته څوک نه دي رسېدلي.
نو د دې کارونو په تر سره کولو کې ځنډ مه کوئ.
خلاقیت او نوښت په خپله خټه کې یو ګټور شی دی:
لازمه نه ده، چې د هرې کړنې په بدل کې تاسو ته جایزه درکړل شي او یا په کې ګټه وکړئ.
دا چې وکولای شئ په خپل عالي فکر سره یوه عالي او نوی کار تر سره کړئ دا خپله ستاسو ولپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ګټه ده.
په دې کار سره ستاسو روحیه لوړېږي او کولای شئ خپلو ملګرو، دوستانو، وطنوالو او دونیاوالو ته په ښه ډول د خدمت جوګه شئ.
هغه استاد په نظر کې ونیسئ، چې کلونه کلونه په صنف کې په یو ډول خپلو زده کوونکو ته تدریس کوي، زده کوونکي یې هم په پوره دقت سره خبرو ته غوږ نه ږدي او له دې یو ډول مېتود څخه یې ستړي شوي وي، ځکه ښوونکی غواړي په دې کار سره یوازې خپله میاشت پوره کړي او تنخوا واخلي، په دې اړه فکر نه کوي، چې څنګه کولای شم له دې هم په پورته رتبه کې کاروکړم، ځکه غوښتنه یې نه ده.
په څنګ کې ور سره یو بل ښوونکی، چې غواړي په ډیره مینه او پوره نوښت سره خپلو زده کوونکو ته درس وایي ، هره ورځ غواړي د تېرې ورځې په نسبت زده کوونکو ته په یوه نوي، سیستم درس ورکړي، مخکې له دې چې درس پیل شي صنف کنټرول کړي، او زده کوونکو ته د درس لپاره انګیزه ورکړي او زده کوونکي هم په ډیره مینه د خپل ښوونکي درس ته غوږ نیسي او ان ځینې یې غواړي، د رخصتیو په ورځو کې هم له خپل ښوونکي سره اړیکه ولري او تل یې په یاد وي.
روښانه خبره ده، چې دویم ښوونکی یو نوښتګر او خلاق ښوونکی دی او په دې سره یې خپل زده کووني دې ته واداره کړي، چې په پوره مینې سره ټولګي ته راشي او درس و وایي، چې همدایې د ښوونکي د نوښتګر فکر پایله ده، چې په راتلونکې کې یوه ډله سالم وګړي ټولنې ته وړاندې کړي.
په نوښت کې له خطرې مه وېرېږئ:
خلاقیت او نوښت مانا دا چې په یوه نوې لارښوونه باندې د یوه کار کول، چې کېدای شي، پایله یې مثبته وي او یا هم منفي، له دې مه وېرېږئ، چې کومه پایله به لاس ته را نه وړئ.
که مو مثبت پایله ترلاسه کړه، نو څومره ښه ده.
که خدای مه کړه پایله یې منفي وه هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې!
بیا هڅه وکړئ، ډېرې لارې شته، چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط، چې له هڅې لاس وا نه خلئ!
د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ او په موقع سره د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.

 

📢عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟