په لیکوالۍ کې نوښت

سيد اصغرهاشمي

هر لیکوال باید په خپلې لیکنې کې د خپل زړه او فکرخبرې وکړي، په دې هکله دې فکر او تشویش نه کوي چې زما خبرې او نظر به د چا خوښ شي او کنه او زما فکر به څوک ومني او کنه؟

که چېرې دنورو د خبرو په تایید خبرې وکړو نو هېڅکله به د خپلو خبرو او فکر څښتنان نه شو.

په عام ډول په هر ډول لیکنو کې او په خاص ډول ادبي تخلیقي(شعر او نثر) کې ځینې لیکوال د داسې لیکنیز سبک بنسټ کېږدي چې د وخت په تېریدلو نور لارویان یې په لارې روان شي او همدغه سبک په مکتب بدل شي، لکه د خوشحال خان، رحمان بابا، حمید مومند او داسې نور ادبي مکتبونه او یا د حمزه بابا ادبي جریان او یا د عبدالغني خان ځانګړی سبک.

په لیکوالۍ کې د نورو د سبک پیروي بد کار نه دی خو که چیرې د خپل سبک څښتن اوسو نو امکان یې شته چې د قید او بند اصول به مو مات کړي وي او خپله به د داسې سبک څښتن شو چې نور لارویان به پیدا کړو.

د ځینو پوهانو د خولې اورم او یا یې په کتابونو کې راغلي دي چې نور لیکوال دې ته هڅوي چې د نورو لیکوالو په شان لیکنې وکړي، لکه په انګریزي ادبیاتو کې راځي چې ښه لیکوال باید د شکسپیر په شان لیکنې وکړي او یا احمد که غواړي چې لیکوال شي نو د محمود په څېر دې ولیکي چې دا سمه خبره نه ده او هر لیکوال حق لري چې خپل د فکر تولید او د نظر تایید په خپلې لارې او روش ټولنې ته وړاندې کړي.

پښتو ادبیاتوکې د عروضي شعرونو قیود ماتول او د ازاد شعر او ډولونه کارول یو نوی کار وه چې د ډېرو لیکوالو د غندنې سره مخ شول خو نن که ازاد شعر کې شعریت موجود وي او مشترکو نظمونو کوم ډول کې هنریت نه وي نو له عروضي شعرونو نه د ازاد شعر بېلګې مهمې دي او په ادبیاتو کې زیات اهمیت لري.

د نړۍ په ټولو ادبیاتوکې نوښت او ابتکار هغه لیکوال کولای شي چې دخپل فکر او لارې پیرو وي، نن که غني خان د خلکو په زړونو کې ځای لري دلیل یې دا دی چې خپلې خبرې د خپل فکر خبرې او په خپلې خوښې کولې.

دی په خپلو ویناوو کې حقیقي، ستغې، تیزې او فلسفي خبرې کوي، د نورو په خوښې نه بلکې په خپلې خوښې غږیږي نو ځکه تر اوسه ډېر کم لیکوال یې په لاره تللي دي او که ووایم چې د ځانګړي طرز او فکر څښتن شاعر دی نو مبالغه به نه وي.

که چېرې یو لیکوال دې ته وهڅووو چې د بل ښاغلي لیکوال په شان لیکل وکړي نو په اصل کې مو دی تقلید کولو ته وهڅوه چې په لیکوالۍ کې تقلید کول سم کار نه دی.

که چېرې په لیکوالۍ کې تقلید وکړو، په شعر لیکلو کې د ځانګړي شاعر، په نثر کې، په داستان کې، په ناول کې، په ادبي ټوټو کې او داسې نورو ژانرونو کې دنورو پوهانو لاره ونیسو نو هېڅکله به په د خپلې لارې څښتن لیکوال نه شو.

هر لیکوال باید په ځان ویسا ولري او هر وخت دې خپل فکر ټولنې ته وړاندې کړي نه د نورو فکر، دی باید د نورو خبرو او فکرونو ته د شک په نظر وګوري او همدغه شک او تردید له ده ښه لیکوال جوړولای شي.

که په لیکوالۍ کې ځان له نورو سره پرتله کړو نو مجبوره یو چې تقلید وکړو او له ځانه به مو د فکرکولو او نظر ورکولو صلاحیت اخیستي وي.

ارواپوهان په دې اند دي چې والدین باید د خپلو اولادنو استعدادونه په نظرکې نیسي او هماغه شان اعمال دې ورسره اجرا کړي، هیڅکله دې خپل اولاد ته پیغور نه ورکوي چې ولې د هغه بل کس په شان نه دی، ځکه چې د فردي تفاوتونو مفهوم دی چې د ټولو انسانانو داخلي او خارجي جوړښت سره توپیر لري نو له همدې امله د انسانانو ټول کړه وړه یوله بله سره توپیرلري.

لکه څنګه چې اولاد ته داسې ویل چې ته د فلاني په شان شه سم کار نه دی نوهمدا شان لیکوال، شاعر او محقق ته ویل چې ته د فلاني په شان شه هم سم کارنه دی، چې دغه دواړه کټګورۍ نه په مستقیم او غیر مستقیم ډول صلاحیت اخیستل ورته ویلای شو.

📢عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟