نوښت او لار يې

د سهار چاي مو نه و خوړلی، مطالعه مې کوله. يو ملګري ته مې ويل غواړم داسې يو اپلېکيشن جوړ کړم،چې خلګ له کور رايه واچوي،او د کانکور آزموينه چې پکې ورکړي هغه لحظه نتيجه وګوري،پوليسو او ډاکتر،اطفايې سره د چټ له لارې مشکل حل کړي،او ځېنې نوروې برخې ولرې له يو يونيق اکوونټ څخه چې د هويت تعين وسي. هغه خندل، راته وايې ته راځه يو ځل چاي وخورو.

ماښام ته مو يو بل ملګري چې هند کې يې کمپيوټر ساينس لوستی و, را ميلمه کړ د شپې تر دوو بجو ناست و.

ما وړانديزونه کول دوي رد يا تاييدول.

دا بل سهار نه وروسته مې تلاشونه پيل کړل، نه مې کتاب پريښودل،نه مې ګوګل،نه مې استاد،نه تخنېکي متخصصين، نه بله هره ممکنه منبع تر څو چې مې په خپله مفکوره کې نواوري تعريف کړه، او ټولو ته مې پرې قناعت ورکړ چې دلته نواوري شته او دا ممکنه ده. وروسته مې مخابراتو وزارت د ډيوې جايزه چې نړيوال بانک يې مالي ملاتړ او څار کوي وگټله.

له دې جايزې ورهاخوا يې هم عايد درلود، ولسمشر او نورو مشرانو وروبللم خپلې خاطرې،تجربې راسره شريکې کړې,تشویق يې کړم. لسګونو رسنيو ورباندې ريپوټونه خپاره کړل، طرحه د ولسمشر دفتر تاييد کړه دا چې په برښنايې تذکرو پورې تړلې وه، نو تر څو چې تذکره پاته وې دا به هم وځنډيږې،يو ښه خبر و په داسې وخت کې، زما په بګرونډ،کرکټر يې زيات تاثير وکړ.

زه له ډيرو علمي کسانو سره اشنا سوم،زياتې تجربې،مشورې يې راسره شريکې کړې، بلاخیره ماته يې ډير څه را زده کړل. نو د خپلو مثبتو فکرونو قدر وکړئ، پېل هميشه کوچنی،ساده وي، مثبت اوسئ،مثبت اوسيدل،تلاش کول،مغز ته غذا ورکول،له تاسو هرڅوک جوړه وي.  منفې اوسيدل مو هر څومره ټيټه وې.

 

📢عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.