په ختم کې د سوره يس ۴۰ ځله لوستل څه حکم لري؟

اسلام علىکم

زما مطلب دادى چى کله چى په ىو کور کى ختم وى نو نور قارىان راغواړى ختم پرى کوى اوبل د سورت ىلسىن ختم کول چى 40 ځلى وىل کىږى اىا زموږ په دىن کې شته او که نه بدعت دى ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سورت ياسين ۴۰ ځله لوستل هيڅ اصل نلري ځکه ثبوت یې په سنتو کې نشته ، همداسې د هر سورت او آيت لپاره د تعداد ټاکل هيڅ اصل نلري بدعت دی ، مګر دا چې تعداد يې په سنتو کې ثابت وي لکه د سوره اخلاص دری ځله لوستل ، د ايت الکرسي لوستل د لمانځه وروسته او يا د مغوذتين او آيت کرسي لوستل د بېده کيدو پر مهال .

او هغه چې تعداد يې په سنتو او شريعت کې نه وي ټاکل شوي د تعداد تخصيص بدعت دی .

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :

يقول السائل: هل تقضى حاجة الإنسان بقراءة سورة يس إحدى وأربعين مرة ؟

جهذه القراءة التي سأل عنها السائل، لا نعلم لها أصلاً، ولا فيها شيء من الأحاديث عن رسول الله عليه الصلاة والسلام، فاعتياد ذلك واعتقاده بدعة، لا وجه لها والمؤمن يقرأ القرآن، ويكثر من تلاوته في كل الأوقات ، حسب طاقته والأفضل أن يبدأ من الفاتحة، ثم يستمر حتى يختم، وهكذا يعود إذا كمل القرآن عاد، سواء كان نظراً أو عن ظهر قلب، على حسب ما يسر الله له، ويكثر من ذلك حسب طاقته، أمَّا أن يقرأ سورة يس، إحدى وأربعين مرة ، فهذا شيء لا أصل له.

(اللنجة الدائمة رقم ۱۲۶ ):

په عباداتو کې داسې فقهې قاعده لرو چې : الأصل في العبادات الحظر و التحريم (مجلة الاحکام عدلية).

په څه سره چې الله تعالی او د هغه رسول حکم کړی وي هغه به کوو د شرعيت خلاف عبادت د قبول وړ نه دی .

ځکه د عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي :

۱- اخلاص لله تعالی .

۲- اتباع شريعت .

په عبادت د ځانه طريقه ايستل هيڅ اصل نلري مردود دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

*******************

عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

*******************

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟