حرمینو شریفینو ته د تلوونکو مېلمنو لپاره ۱۰ مهم وصیتونه

الحمدلله! ای د حج مبارکو مېلمنو، الله سبحانه وتعالی تاسو ته د دې مبارک سفر توفيق درکړ، نو دا سفر د خپل ژوند تر ټولو مهم او بختور فرصت وګڼئ. دا د الله تعالی د نزدېکت، د ايماني جذبو، د دعاوو د قبلېدو، او د زړونو د صفا کولو سفر دی. هڅه وکړئ چې د حج دا څو ورځې د عبادت، توبې، او دعا لپاره تر ټولو غوره وکاروئ.

۱- نیت خالص کړئ

خپل نیت یوازې د الله تعالی رضا ته ځانګړی کړئ.

د حج موخه باید د نفس پاکوالی، د ګناهونو معافي، او د آخرت نجات وي.

رسول الله ﷺ فرمايي: “الحُجّاجُ والعُمّارُ وَفْدُ اللهِ، إنْ دَعَوهُ أجابَهُمْ، وإنِ اسْتَغْفَروهُ غَفَرَ لَهُمْ” (ابن ماجه).
ژباړه: حاجیان او عمره کوونکي د الله مېلمانه دي، که دعا وکړي الله يې قبلي، او که بخښنه وغواړي، الله يې بښي.

۲- د حج د احکامو زده کړه وکړئ

د حج مناسک، ارکان، او فرضونه زده کړئ.

که په کوم ځای نه پوهېږئ، له عالمانو پوښتنه وکړئ.

رسول الله ﷺ فرمايي: “من يرد الله به خيرًا يفقهه في الدين”
ژباړه: چا ته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، هغه ته د دین فهم ورکوي.

۳- لمونځونه په جماعت ادا کړئ

د حرم شريف هر لمونځ د ۱۰۰،۰۰۰ لمونځونو اجر لري.

د سهار اذان نه مخکې حرم ته لاړ شئ، تهجد وکړئ، او د قرآن تلاوت ته وخت ورکړئ.

رسول الله ﷺ فرمايي: “صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ” (ابن ماجه).

۴- د قرآنکریم تلاوت ته ځانګړی وخت ورکړئ

د قرآن نزول په مکه کې شوی، نو هلته يې تلاوت خاص روحاني اثر لري.

ځینې علماء وايي، دلته د هرې نیکۍ بدله یو لک چنده ورکول کیږي.

“بکل حسنة مائة ألف حسنة” (الحاکم و البیهقي).

۵- د خپلو ملګرو سره ښه اخلاق وساتئ

د خپلو ملګرو عزت وکړئ، هغوی مه ازاروئ.

د غیبت، حسد، او بدو خبرو څخه ځان وساتئ.

د حرمینو شریفینو تقدس ته پوره احترام وکړئ، ځکه چې دلته ګناهونه هم دروند وزن لري.

۶- اسلامي حجاب ته پوره پام وکړئ

مسلمانې خويندې دې د حجاب مراعات وکړي، یوازې د احرام پر مهال مخ لوڅیدای شي.

مسلمان وروڼه دې د نامحرمو له کتو ځان وساتي، ځکه چې الله تعالی حکم کړی:
“قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ”
“وَقُلْ لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ”

۷- د طواف، دعا، او نفلي عمرې اهمیت درک کړئ

هر اووه دورې طواف د یو غلام آزادولو ثواب لري (ترمذي – 959).

د بدن توان ته پام وکړئ، ځان ستړی نه کړئ.

د طواف پر مهال دعاوې وکړئ، زړه مو حاضر وساتئ، او د الله ذکر زیات کړئ.

۸- د حج پر مهال عکاسي او فلمبرداري مه کوئ

د حرمینو شرافت ته پام وکړئ، د عبادت ځایونه د سیلګرۍ ځایونه مه جوړوئ.

رسول الله ﷺ فرمايي: “إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ” (بخاري او مسلم).
ژباړه: د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب د تصویر جوړوونکو وي.

۹- د عرفات په ورځ دعا ته ځانګړی وخت ورکړئ

دا د بخښنې، توبې، او دعا تر ټولو غوره فرصت دی.

شیطان دا ورځ تر ټولو زیات خوار او ذلیل وي.

رسول الله ﷺ عرفات ته د دعا لپاره د مسکین غوندې لاسونه پورته کول.

په زوره وژاړئ، د خپل ځان، خپلوانو، او ټول امت لپاره دعا وکړئ.

۱۰- د رسول الله ﷺ مسجد ته درناوی وکړئ

د مدینې منورې د سفر پر مهال د رسول الله ﷺ مسجد ته په ادب، عاجزۍ، او محبت لاړ شئ.

هلته د عبادت او د رسول الله ﷺ پر سلام تمرکز وکړئ.

رسول الله ﷺ فرمايي: “مَنْ زَارَنِي بَعْدَ مَوْتِي، فَكَأَنَّمَا زَارَنِي فِي حَيَاتِي” (بيهقي).
ژباړه: څوک چې زما له وفات وروسته ما ته راشي، داسې ده لکه زما د ژوند پر مهال چې ما ته راغلی وي.

وروستی وصیت: د کتاب او سنتو پابند اوسئ!

الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، ترڅو الله تعالی تاسو ته رحم وکړي.

الله تعالی فرمايي: “وأطيعوا الله والرسول لعلكم تُرحمُون”

يادونه
الله تعالی تاسو ته یو قبول شوی حج او برکتناک سفر درکړي! آمین.

Donate

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.