۳۶۰ خبرې / دوه ویشتمه برخه

امین وردګ

**************************

انسان او احسان

۱۰۶مه خبره- هغوی چې وایي (انسان تابع د احسان دی) مطلب یې احسان منونکی شخص دی؛ یانې هغه کس چې ((احسان فراموش)) ورته وايي، انسان یې بولي خو داسې انسان چې انسانیت بهٔ نۀ لري، یانې بې انسانیته انسان! تاسو پوه شوئ چې ما څهٔ وویل؟

 

نفساني غوښتنې

۱۰۷مه خبره- نورو ته بهٔ وایي چې نفساني خواهشات مه کوئ، تباه کوي مو! خو پخپله بهٔ بیا پۀ سجده کې لا حورې او غلمان غواړي.

 

خپل ځان ته توجه

‍۱۰۸مه خبره- خپل ځان ته سړی فقط هغه مهال متوجه کیږي چې احتیاج شي! ځکه خو یې هم اخلاق سمیږي او هم له نورو سره اړیکې خوږوي، خو دا سمښت او دا اړیکې بیا دهٔ ته هېڅ ګټه لري! اوس کهٔ تاسو غواړئ چې شخصیتونه مو ترپوښتنو لاندې رانشي نو د استغنا پهٔ وخت کې ځانونه ثابت کړئ، نه د احتیاج.

 

مینه او جرم

۱۰۹مه خبره- رب موږ ته وایي چې (لایکلف الله نفساً الا وسعها) او دی راته وایې چې مینه جرم دی او تۀ مجرم یې، نهٔ پوهېږم چې دغهٔ بې علمه زاهد ته اوس څهٔ ووایم!

 

د حکمت مفتي

۱۱۰مه خبره- الله پاک ورته ویلي چې (ویغضضن من ابصارهن…) خو دی بیا وایي چې نه! سترګې پروا نهٔ لري، فقط خولې دې پټې کړي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.