زکات پر چا واجب دی؟
زکات د چا لپاره فرض دی؟ د اسلامي شریعت مطابق زکات کومو کسانو ته واجب دی، او نصاب یې څومره دی؟ د قرآن، حدیث، او فقهاوو د اقوالو له مخې، زکات ورکول څنګه لازمېږي، او کوم شرایط لري؟
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
۱. د زکات فرضیت د قرآن او حدیث له مخې:
الله تعالی فرمایي:
> وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ
“لمانځۀ قائم کړئ، زکات ورکړئ، او له رکوع کوونکو سره رکوع وکړئ.” (البقره)
خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا
“له دوی څخه صدقه (زکات) واخله، ترڅو یې پاک کړي او هغوی ته برکت ورکړي.” (التوبة)
رسول الله ﷺ وفرمایل:
بُني الإسلامُ على خمسٍ، شَهادةِ أنْ لا إلهَ إلَّا اللَّهُ وأنَّ محمَّدًا رسولُ اللَّهِ، وإقامِ الصَّلاةِ، وإيتاءِ الزَّكاةِ، وصومِ رمضانَ، وحجِّ البيتِ
“اسلام پر پنځو ستنو ولاړ دی: د توحید او رسالت شهادت، د لمانځه قائمول، د زکات ورکول، د روژې نیول، او د حج ادا کول.” (بخاري)
مَن آتاهُ اللَّهُ مالًا، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكاتَهُ، مُثِّلَ لهُ مالُهُ يومَ القِيامَةِ شُجاعًا أقرَعَ، لهُ زَبيبتانِ، يُطَوَّقُهُ يومَ القِيامَةِ، ثمَّ يأخذُ بلِهزمتَيهِ – يعني بشِدقَيهِ – ثمَّ يقولُ: أنا مالُكَ، أنا كَنزُكَ، ثمَّ تلا: {ولا يحسبنَّ الذينَ يَبخَلونَ بِما آتاهُمُ اللَّهُ مِن فضلِهِ هو خيرًا لهم}
“څوک چې الله تعالی مال ورکړي، خو زکات ورنه کړي، د قیامت په ورځ به دا مال د یوې زهرجني مار په شکل ورکړل شي، چې د هغه پر غاړه به وراوړي، بیا به یې له دواړو جبرو څخه نیسي او ورته وبه وایي: زه ستا مال یم، زه ستا خزانه یم.” (بخاري)
د زکات فرضیت لپاره شرعي شرایط !
د زکات فرض کېدو لپاره لاندې شرایط لازم دي .
۱. اسلام: زکات یوازې پر مسلمان واجب دی.
۲. عقل او بلوغ: زکات پر عاقل او بالغ مسلمان فرض دی.
۳. آزاد انسان وي: غلام او مملوک باندې زکات نشته.
4. د نصاب اندازه: شتمن کس باید دومره مال ولري چې د زکات نصاب ته ورسېږي.
5. په مال کې ترقی او وده وي: دا چې مال سوداگرۍ، تجارت، یا ذخیره کې وي او ګټه ترې اخیستل کېږي.
6. پر مال باندې یو کال تېر شوی وي: د زکات لپاره دا شرط دی چې یو هجري کال باید پر دغه نصاب مال تېر شوی وي.
د زکات نصاب:
زکات هغه وخت فرض کېږي، کله چې یو کس لاندې مال ولري:
1. طلا (سره زر):
۷.۴۸۰ تولې (۸۷.۴۸ ګرامه) یا زیات سره زر لرل.
2. سپین زر (چاندي):
۶۱.۳۵ تولې (۶۱۲.۳۵ ګرامه) یا زیات سپین زر لرل.
3. نغدي پیسې (کرنسي):
هغه اندازه نغدې روپۍ، چې د (173000) تولې سپین زرو قیمت ته ورسېږي.
(په ۲۰۲۵م کال کې دا تقریباً (173000) ۱ لکه ۷۳ زره روپۍ دي.)
4. د سوداګرۍ مال (مال تجارت):
هغه مال، چې د تجارت نیت سره اخیستل شوی وي، او د (173000) تولې سپینو زرو قیمت ته ورسېږي.
5. که پورته ذکر شوي ټول مالونه یو ځای شي او د سپینو زرو نصاب ته ورسېږي، زکات پرې فرض دی.
د زکات ورکړې اصول:
1. زکات ۲.۵٪ دی:
د مال له مجموعي ارزښت څخه باید ۲.۵٪ زکات ورکړل شي.
2. که یو کال پر نصاب تېر شي، زکات پرې واجب دی.
3. که چاته قرض وي، نو هغه به له مال څخه منفي کېږي، بیا که نصاب پوره وه ، زکات ورکول لازمېږي.
د فقهاوو او علماء اقوال .
فقه حنفي:
علامه ابن عابدین شامي رحمه الله لیکي:
> “الزكاةُ حقٌّ واجبٌ في المالِ، يُؤدَّى إلی مستحقّيه إذا بلغ النِّصابَ، ودارَ عليه الحَوْلُ”
“زکات د مال یو لازم حق دی، چې مستحقینو ته ورکول کېږي، کله چې مال نصاب ته ورسېږي او یو کال پرې تېر شي.” (رد المحتار)
فقه مالکي:
امام ابن رشد رحمه الله وایي:
> “الزكاةُ فرضٌ علَى كُلِّ مُسلِمٍ حُرٍّ مالِكٍ للنِّصابِ”
“زکات پر هر آزاد مسلمان فرض دی، که هغه د نصاب اندازه مال لري.” (بداية المجتهد)
فقه شافعي:
امام نووي رحمه الله لیکي:
> “إذا تمَّ النِّصابُ وحالَ عليهِ الحَوْلُ وَجَبَ الزَّكَاةُ”
“که مال نصاب ته ورسېږي او یو کال پرې تېر شي، زکات پرې واجب دی.” (المجموع)
فقه حنبلي:
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وایي:
> “إيتاءُ الزكاةِ فرضٌ بنَصِّ الكِتابِ والسُّنَّةِ، وهو مِن أركانِ الإسلامِ”
“د زکات ورکول د قرآن او سنتو په نص سره فرض دي، او دا د اسلام له ارکانو څخه یو دی.” (مجموع الفتاوی)
خلاصه د بحث دا شوه محترمه!
1. زکات د اسلام یو اساسي رکن دی، او ورکول یې فرض دي.
2. که د یو مسلمان مال نصاب ته ورسېږي او یو کال پرې تېر شي، نو باید ۲.۵٪ زکات ورکړي.
3. زکات د فقراوو، مساکینو، او مستحقینو حق دی، او نه ورکول یې لویه ګناه ده.
4. د زکات نه ورکونکي ته د قیامت په ورځ سخت عذاب دی، لکه چې په حدیث کې تير شو.
الله تعالی دې مونږ ته توفیق راکړي، چې د زکات حکمونه سم زده کړو او عملي یې کړو. آمین!
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!