امین وردګ
**************************************
د اولاد حقوق مقدم دي کهٔ د مور او پلار؟
۱۰۱مه خبره- د مور او پلار پهٔ نسبت د اولاد حقوق مقدم دي، ځکه خو مو لومړی له ځانو وپوښتئ! چې آیا ورکړي مو دي کۀ نه؟
د اولاد پنځهٔ اساسي حقونه
۱۰۲یمه خبره- د هر چا اولادونه پر خپل مور او پلار دغهٔ پنځه اساسي حقوق لري: (د نطفې او تخمې حلاله تغذیه، مبارک نوم، دیني تربیه، تر بلوغ پورې یې د ژوند ټول مصارف، د نکاح لپاره یې کوښښ)
شخصیت پېژندنه
۱۰۳یمه خبره- شخصیتونه له عاداتو او خواصو پېژندل کیږي نهٔ له الفاظو او جملاتو څخه، ځکه چې د الفاظو او جملاتو ادلون بدلون او سمون آسانه دی، خو عادات او خواص بیا پهٔ سختۍ سمیږي.
د سختۍ ارزښت
۱۰۴مه خبره- ټول با ارزښته شیان پۀ سختۍ ترلاسه کیږي، ځکه خو پۀ کارونو کې سختیو ته مه خفه کېږئ! بلکې د آسانیو زېري یې وبولئ.
زما څوک خوښ دی او زهٔ د چا خوښېږم؟
۱۰۵مه خبره- راځئ چې ريښتیا ووایو! څوک چې زما خواص او زما رنګه عادات ولري همغه مې خوښ دی او د هغهٔ هم زهٔ خوښېږم، نو اوس تاسو فکر وکړئ چې زهٔ څرنګه شخص یم او زما ملګری څرنګه شخص دی؟ اوس پوه شوئ چې زموږ د قضاوتونو معیار زموږ طبیعت دی، نهٔ حقیقت.