ژباړه خالد منصور هډه وال
🥀 د خاوند نصیحت خپلې مېرمنې ته په لومړي ملاقات کې 🥀
کله چې خاوند له خپلې مېرمنې سره لومړی ځل مخ شو، نو هغې ته یې څلور ارزښتناک نصیحتونه وکړل:
🌸 لومړی:
“زه تا ډېره زیاته خوښوم، ځکه مې تا د خپلې مېرمنې په توګه غوره کړه. که مې تا نه وای خوښولې، نو د نکاح تړون مې درسره نه وای کړی. خو یاد ولره، زه بشر یم، نه معصوم فرشته، که کله مې کومه خطا وکړه، نو زما کوچنۍ تېروتنې هېرې کړه، لکه څنګه چې زه هم ستا تېروتنې درسره هېروم.”
🌸 دویم:
“زه د طبله مه جوړوه!”
مېرمنې حیرانه شوه او پوښتنه یې وکړه: “یعنې څه؟”
خاوند ځواب ورکړ: “کله چې سړی غوسه وي، د مېرمنې ډېرې خبرې د هغه غوسه نوره هم زیاتولی شي، او دا ډېره خطرناکه ده. غوره دا ده چې ته زما د غوسې پر مهال خاموشه شې، لکه څنګه چې زه هم که ته غوسه وې، ستا غوسه له پامه غورځوم. یاد ولره، که دواړه یو تار سخت کش کړو، نو شلېږي، خو که یو یې نرم پرېږدي، نو کلک پاتې کېږي.”
🌸 دریم:
“له ما سره مهمې خبرې وکړه، خو د کورنۍ پر سر تل شکایت مه کوه.”
“موږ یو له بل سره ښې شیبې تېروو، نو ولې باید د ژوند خوږې شېبې د نږدې خپلوانو د خبرو له امله ترخې کړو؟ د خسر، خواښې، یانې د خسرګنۍ خبرې د ژوند ښکلا خرابوي. نو راځئ چې زموږ خبرې مثبتې، هدفمندې، او د مینې ډکې وي.”
🌸 څلورم:
“زړه یو کاسه دی، چې یوازې یو شی پکې ځایېږي؛ یا مینه، یا کرکه.”
“که له ما نه داسې څه صادر شي چې ته یې نه خوښېږي، نو دا خبره په زړه کې مه ساته، ځکه چې شیطان به یې وسوسې درته ډېرې کړي. پر ځای یې ماته په نرمه ژبه ووایه، ځکه چې نرم، صادقانه او سپینسترګی مکالمه د مینې بقا ده، او د خوشاله او هوسا ژوند تضمین کوي.”