امین وردګ
******************************************************
د رزق لامل
۷۱ یمه خبره- د کور سرپرست دې هېڅکله هم دا ګمان نهٔ کوي چې ګني پهٔ کور کې یې پریماني یوازې د دهٔ او د دهٔ د کاربار له امله ده، بلکې پدې باید پوه شي چې د دهٔ پهٔ کار کې برکت هم د دهٔ د اهل او کورنۍ له امله دی، چې پهٔ هغو کې زاړهٔ، واړهٔ او مېلمانهٔ ټول شامل دي؛ تاسو وګورئ! پهٔ هغو کورونو کې چې ماشومان یا مور او پلار وي، هلته برکت هم شته او چې دا کسان نهٔ وي پکې نو هلته برکت هم چندان نهٔ ترسترګو کیږي؛ اکثر لره حکم د کل دی! ځکه خو شاذ او نادر مه پکې حسابوئ، نور پسې متوجه شئ چې دا خبره څومره ریښتینې ده.
امیران او فرامین
۷۲ یمه خبره- امیران باید تصامیم د عقل پر اساس و نیسي نهٔ د احساساتو! امیر دې هېڅکله هم داسې فرمان نهٔ صادروي چې پلی کولی یې نشي، یا لږ تر لږه یې پلي کول پر ماتحتو ګران تمامیږي، ځکه چې بیا ماتحت بې اطاعتۍ ته مجبوریږي! ګواکي نهٔ بهٔ اطاعت کولی شي او نهٔ هم ښکاره سرغړونه، ځکه خو بیا دوه رنګي اختیاروي؛ مخامخ بهٔ اطاعت کوي او پهٔ غیاب کې خپل کار! نتیجتاً بهٔ رعیت له بې اطاعتۍ او دوه مخۍ سره عادت او د فساد لمنه بهٔ فراخه شي، چې آمر او مامور بهٔ دواړه پکې ګیر او دواړه بهٔ ګناګار شي.
محتاجې ورځې
۷۳ یمه خبره- محتاجې ورځې د انسان لپاره تر ټولو ښه مدرسۀ ده، ځکه خو زۀ شل کاله درسونو دومره و نۀ پوهولم لکه پنځو محتاجو ورځو.
ستره اشتباه
۷۴ یمه خبره- ستره اشتباه دا ده چې موږ د مړیو خبرو ته د ژوندیو پۀ تناسب زیات ارزښت او اهمیت ورکوو، ځکه خو ټول د فکر او قلم خاوندان پۀ خپل عصر کې بې قدره وي، خو راتلونکي نسلونه یې بیا همغه کږې وږې کرښې لا پر ډبرو او یا پهٔ زرو لیکي.
بې ځایه کېناستل
۷۵ یمه خبره- کۀ غواړئ چې بې عزته نهٔ شئ نو بېځایه مه کېنئ؛ یانې د خلکو له دروازو سره نږدې مه کېنئ، کورونو ته یې مخامخ مه کېنئ، مطلب هېڅ داسې ځای مه کېنئ چې د خلکو ناموس درته ښکاره شي! کۀ مو ګیرې تورې وې نو له پیمخو هلکانو سره مه کېنئ او کۀ مو ګیرې سپینې وې بیا له تنکیو او نوکیو ځوانانو سره مه کېنئ؛ ګورئ! زۀ دا نۀ وایم چې له هغوی سره یومخ سلام او کلام قطع کړئ، بلکې غواړم چې له نومبدۍ څخه مو وژغورم! اوس پوه شوئ چې زهٔ څهٔ وایم؟