ژباړه او اضافه: الدکتور خالد منصور هډه وال
بې له استاد څخه د علم حاصلولو زیانونه او مثال ئي بې استاده علم، د سمندر بې لارو بېړۍ
علماوو تل ټینګار کړی چې استاد ته مراجعه ضروري ده، ځکه چې یوازې کتابونه کافي نه دي. که څوک یوازې کتابونه لولي، نو امکان لري چې خطا شي، او د خپل علم پر ځای خلکو ته ضرر ورسوي.
نو، که علم غواړئ، نو د علماوو صحبت ته لاړ شئ!
په اسلامي تاریخ کې علم تل د استادانو له لارې زده شوی. علماوو تل ټینګار کړی چې یوازې کتابونه کافي نه دي؛ بلکې د یوه ماهر استاد لارښوونه ضروري ده.
۱- امام غزالي رحمه الله (وفات: ۵۰۵هـ) فرمايي:
“علم د کتابونو په واسطه نه، بلکې د استادانو له زړونو څخه منتقلېږي.”
(إحياء علوم الدين، ۱/۳۴)
۲- امام ابو يوسف رحمه الله (وفات: ۱۸۲هـ) ته وویل شول:
“ایا یو څوک کولی شي یوازې د کتابونو له لارې فقه زده کړي؟”
هغه وفرمایل: “نه، دا کار به د خلکو د دین بربادي رامنځته کړي.”
(الفقيه والمتفقه، ۱/۱۳۷)
۳- امام زهري رحمه الله (وفات: ۱۲۴هـ) فرمايي:
“علم د استادانو له لارې زده کړه ده. که څوک یوازې کتاب ته مراجعه وکړي، هغه به ډېرې خطاوي وکړي.”
(جامع بيان العلم، ۱/۱۰۶)
۴- امام ابن خلدون رحمه الله (وفات: ۸۰۸هـ) فرمايي:
“د استاد له لارښوونې پرته زده کړې ناقصې پاتې کېږي، او دا د علم کمزورتیا لامل کېږي.”
(المقدمة، ۴۶۲)
۵- امام شاطبي رحمه الله (وفات: ۷۹۰هـ) فرمايي:
“که څوک غواړي صحیح پوهه ترلاسه کړي، نو باید د ماهر استاد تر نظارت لاندې زده کړه وکړي.”
(الموافقات، ۱/۱۴۲)
۶- امام بخاري رحمه الله (وفات: ۲۵۶هـ) ته وویل شول:
“که یو څوک یوازې له کتابونو زده کړي، ایا هغه عالم شي؟”
هغه وفرمایل: “نه، هغه به یوازې حافظ وي، نه فقیه.”
(الكفاية في علم الرواية، ۱۶۳)
۷- امام نووي رحمه الله (وفات: ۶۷۶هـ) فرمايي:
“بې له استاد څخه زده کړې کول د غلط فهمۍ او ګمراهۍ دروازې خلاصوي.”
(المجموع، ۱/۳۶)
۸- امام احمد بن حنبل رحمه الله (وفات: ۲۴۱هـ) فرمايي:
“هر هغه څوک چې یوازې له کتابونو زده کړې وکړي، د غلطو نظریاتو ښکار کېږي.”
(الجرح والتعديل، ۲/۲۳۵)
۹- امام ابو حنیفه رحمه الله (وفات: ۱۵۰هـ) فرمايي:
“هغه څوک چې استاد ونه لري، فقیه نه شي کېدای.”
(الفقيه والمتفقه، ۱/۱۶۲)
۱۰- امام مالک رحمه الله (وفات: ۱۷۹هـ) فرمايي:
“علم یوازې د اهل علم له خوا زده کول پکار دي، نه دا چې یوازې له کتابونو زده کړل شي.”
(تقييد العلم، ۶۲)
۱۱ – مولانا جلال الدین رومي رحمه الله (وفات: ۶۷۲هـ) فرمايي:
مولوي هرگز نه شد مولاي روم
تا شاګرد شمس تبريزي نه شد
یعنې یو عادي مولوي تر هغه د مولانا روم مقام ته نه رسېږي، تر څو د شمس تبريزي شاګردانو نه نه وي شوی.
دا حقیقت چې الله تعالی له قرآن کریم سره رسول الله ﷺ هم رالیږلی، دا ښکاره پیغام لري چې د جاهل انسان لپاره یوازې کتابونه کافي نه دي.
بغیر له استاد څخه د علم حاصلولو پایلې:
تاریخ شاهد دی چې هغه شخص چې له استادانو څخه بې برخې وي، په علمي سفر کې له ستونزو سره مخ کېږي، خطاوي کوي، او د “یُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا” (په دې علم سره ډېر خلک ګمراه کېږي) مصداق ګرځي.
۱۲- امام شاطبي رحمه الله (وفات: ۷۹۰هـ) فرمايي:
“په دې کې اختلاف دی چې ایا د استاد پرته د علم حاصلول ممکن دي؟ که څه هم امکان لري، خو د ژوند تجربې ښودلې چې استاد ته اړتیا حتمي ده، او دا خبره اتفاقي ده.”
(الموافقات، ۱۴۰/۱)
۱۳- امام ابن حجر عسقلاني رحمه الله (وفات: ۸۵۲هـ) فرمايي:
“کله چې علماء له نړۍ لاړ شي، که څه هم کتابونه پاتې وي، خو دا د جاهل کس لپاره هېڅ ګټه نه لري.”
(فتح الباري، ۲۸۶/۱۳)
۱۴- امام ابن جماعه رحمه الله (وفات: ۷۳۳هـ) فرمايي:
“تر ټولو ستره بلا دا ده چې څوک یوازې کتاب ته استاد ووايي.”
(تذکرة السامع، ۸۷)
۱۵- د علمای کرامو یو زرین اصول:
“چېرته چې د چا استاد یوازې کتاب وي، د هغه خطاګانې به د صحیح خبرو څخه ډېرې وي.”
(شرح ألفية العراقي، ۳۲/۹)
۱۶- امام شافعي رحمه الله (وفات: ۲۰۴هـ) فرمايي:
“چا چې یوازې له کتابونو فقه زده کړې، هغه د احکامو ضایع کوونکی دی.”
(النكت الوفية، ۳۶۳/۲)
۱۷- امام شاطبي رحمه الله فرمايي:
“پخوا علم د خلکو په زړونو کې و، خو بیا کتابونو ته انتقال شو، او اوس د علم کیلي د علماوو په لاس کې ده.”
(الموافقات، ۱۴۰/۱)
۱۸- امام اوزاعي رحمه الله (وفات: ۱۵۷هـ) فرمايي:
“تر هغه چې خلک یو بل ته علم زباني ورکاوه، علم ډېر معزز و، خو کله چې کتابونو ته انتقال شو، نو نااهل خلک هم علم ته داخل شول، او د علم نور ختم شو.”
(تقييد العلم، ۶۴)
۱۹- امام نووي رحمه الله (وفات: ۶۷۶هـ) فرمايي:
“له هغه کس څخه علم مه اخلئ چې یوازې له کتابونو زده کړې کوي، پرته له دې چې له ماهر استادانو یې زده کړي وي.”
(المجموع، ۳۶/۱)
۲۰- امام شاطبي رحمه الله د پوره عالم درې شرطونه ذکر کړي، دویم شرط دا دی:
“هغه باید د استادانو له لوري روزل شوی وي، له دوی سره تللی وي، او د دوی د علمي مقام سره برابر شي.”
(الموافقات، ۱۴۲/۱)
دغه دې شل شوه الحمدلله .
۲۱امام ابو حنیفه رحمه الله (وفات: ۱۵۰هـ) ته وویل شول چې ځینې کسان په جومات کې حلقې جوړوي او فقه زده کوي، مګر استاد نه لري. نو هغه وفرمایل: “هغه کسان چې استاد ونه لري، فقیه نه شي کېدای.”
(الفقيه والمتفقه، ۱۶۲/۲)
۲۲- امام وکیع بن الجراح رحمه الله (وفات: ۱۹۷هـ) فرمايي:
“د فقه زده کوونکي لپاره لازمي ده چې یو استاد ولري، له هغه زده کړې وکړي، له هغه سره مشوره وکړي، د اجتهاد اصول ترې زده کړي، او د حق او باطل ترمنځ توپیر زده کړي.”
(نصيحة أهل الحديث، ۴۲)
۲۳- امام ابن جماعه رحمه الله فرمايي:
“طالب العلم باید داسې استاد وپلټي چې شرعي علومو ته بشپړ لاسرسی ولري، د خپل عصر له ماهرانو سره ډېر بحثونه کړي وي، او د کتابونو له مخې یې زده کړې نه وي کړې.”
(تذكرة السامع، ۸۷)
۲۴- حافظ ابو زرعه رازي رحمه الله (وفات: ۲۶۴هـ) فرمايي:
“هغه څوک چې یوازې له کتابونو زده کړې کوي، باید خلکو ته فتوا ورنه کړي.”
(الفقيه والمتفقه، ۱۹۳/۲)
۲۵- امام مالک رحمه الله (وفات: ۱۷۹هـ) فرمايي:
“یوازې له هغه محدث څخه علم واخلئ چې حفظ یې له علماوو څخه زده کړی وي، نه یوازې له کتابونو.”
(الكفاية في علم الرواية، ۱۶۲)
۲۶- امام احمد بن حنبل رحمه الله (وفات: ۲۴۱هـ) ته وویل شول چې که یو څوک حدیثونه ولري، خو د هغه صحت و ضعف نه پېژني، نو څه باید وکړي؟ هغه وفرمایل: “هغه باید د علماوو صحبت اختیار کړي، او وپوښتي چې کوم حدیث باید ومني، او کوم رد کړي.”
(الفقيه والمتفقه، ۱۹۴/۲)
۲۷- امام عبد الرحمن بن یزید رحمه الله (وفات: ۱۵۴هـ) فرمايي:
“علم یوازې له هغه چا واخلئ چې د علم په زده کړه کې مشهوره وي، او د علماوو صحبت یې کړی وي.”
(الكفاية في علم الرواية، ۱۶۱)
دا ټول اقوال دا ثابته کوي چې یوازې د کتابونو له لارې د علم حاصلول یو جدي عیب دی، او بې له استاد څخه علم اخیستل د خطا، بې لارې کېدو، او د سنتو څخه د انحراف سبب ګرځي.
نو، د علم ترلاسه کولو لپاره د علماوو صحبت اختیار کړئ، ځکه چې کتابونه د عالم ځای نه شي نیولی!