امین وردګ
*******************************************************
کامل انسان
۶۶ مه خبره- عالِم له ژبې کار اخلي، عاقل له ماغزو او عاشق هم له زړهٔ څخه؛ نو کامل انسان یوازې همغه دی چې دا درېواړه همزمان کاروي.
د خدای لپاره ښهٔ کول
۶۷ مه خبره- دا خو بۀ مو شاید بیخي ډېر آورېدلي وي چې وایي: (دومره ښۀ کوه چې د بدو تر عوده یې ووزې) خو له الله سره پۀ هرڅومره ډېرو ښو کې هم سړی نۀ پښېمانه کیږي، ځکه چې عوده یې مکافات دي نهٔ مجازات؛ مطلب چې کله ښهٔ کوئ نو فقط د الله لپاره یې کوئ.
د لټانو اصطلاح
۶۸ مه خبره- د لټانو تر ټولو مشهوره اصطلاح پرته له اقدام او حرکت څخه ((توکُل پۀ خدای)) ده، حال دا چې توکُل باید له تصمیم او حرکت څخه وروسته وي نهٔ مخته، ځکه چې توکل معنوي تکیه ده او د انساني قوت شاته دریږي، نهٔ یې مخته ؛ یانې توکل پۀ امورو کې د حمایوي قوې حیثیت لري نه د اجرایوي.
څَپپښ
۶۹ مه خبره- پر لارو چې کله ځې نو قدمونه دې اوچته اخله او څپلۍ مه څښوه، ځکه چې ذهین خلک دې بیا څَپپښ ګڼي، ستا سستې ارادې او بې نظمه ژوندانهٔ ته متوجه کیږي.
جاهلان او متجاهلان
۷۰ یمه خبره- جاهلانو ته سلام یا سکوت کولی شي چې تا د هغوی له شرارت څخه خلاص کړي، خو متجاهلان بیا نۀ پۀ سلام دي او نۀ هم پۀ سکوت؛ ځکه خو ډېر پام ورسره کوئ چې هغوی جاهل مرکب ته درس وایي.